په فیلیپین کې طوفانونو د ۵ میلیونه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی
- خپرول: ۲۵ سنبله ۱۳۹۷
- نوملړ: خاورمیانه
- د خبر شميره: 83828

۲ تیر دقیقه
د فیلیپین په شمالی سیمو کې د باد او باران سره یو ځای د طوفان زورورو څپو لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په فیلپین کې د مانګوخت زورور طوفانونه د ځمکې او اوسیدو د کورنو د ورانیدو سبب ګرځیدلی دی او ددې ترڅنګ د دې طوفانونو سره یو ځای سخت باد او باران د ۱۲ تنو ژوند اخیستی دی.
ویل کیږی چې دغه طوفانونه ډېر زیات خطرناک وو او اوس مهال د چین د جنوب په لورې د حرکت په حال کې دی.
په هاوایی کې میشت د طوفان د خبردارې مرکز د راپور پر اساس دغه طوفانونه د ۶ میلیونو څخه د زیاتو خلکو ژوند ګواښی او د سختو بادونو او درنو بارانونو سبب لامل ګرځیدلی دی.
د دې طوفانونو د څپو په پایله کې ۱۵۰ پروازونه ځنډول شوی دی او ددې تر څنګ په بحر کې د لیږد رالیږد عملیات هم بند شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیدل ټاکل شوی وه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به صبا د فیلپین څخه لیدنه وکړې مګر ددې طوفانونو له وجې دغه لیدنه ځنډول شوی ده.
نظرات(۰ دیدگاه)