په فلیپین کې د توفان له امله د ۵ میلیون کسانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 83633

په فلیپین کې یو پیاوړی توفان د هغو ۵ میلیون کسانو ژوند چې هلته ژوند کوی، له جدی ګواښ سره مخ کړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه پیاوړی توفان ډېری سیمې لکه د فلیپین شمالی سیمې موخه ګرځولې او موسمی بارانونو هم په یاده سیمه کې د سېلابونو د بهېدو ګواښ ته هم زیاوالی ورکړی دی.
دا په روان کال کې په فلیپین کې ترټولو پیاوړی توفان بلل شوی او لوزان ټاپوه ته له رسېدو مخکې، ټولې پنجرې ماتی کړی او د برښنا پایې هم لمنځه وړی دی.
مرسته کوونکو بنسټونو له ساحلی سیمو او د سیندونو له نېږدې سیمو څخه زرګونه کسان ژغورلی، ځکه چې وړاندوینه شوې چې شونی ده د اوبو کچه ۶ متر لوړه شی.
فلیپین په ۲۰۱۳ کال کې هم د یو پیاوړی توفان شاهد وو چې په یاد هېواد کې ترټولو مرګونی توفان بلل شوی وو. په یاد توفان کې ۷۰۰۰ تنه ووژل شول. داسې وړاندوینې شتون لری چې دا توفان به تر راتلونکې سه شنبه ورځې پورې کمزوره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83633

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *