په فلیپین کې ترټولو پیاوړی توفان چین ته ورسېد

  • خپرول: ۲۶ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 84187

: په فلیپین کې د کال ترټولو پیاوړی توفان چې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی، د چین جنوبی برخې ته ورسېد.
د چین دولتی خبری سرچینې شینهوا د راپور له مخې، د شنبه په شپه څه باندې ۲،۴۵ میلیون کسانو په ګواندانګ ولایت کې خپل کورونه خوشی کړی او تردې دمه څلور تنه وژل شوی دی. ګواندانګ ولایت څه باندې سل میلیون نفوس لری.
د هنګ کانګ ډېری برخې اوبه نیولی او توفان ګڼ شمېر ودانیو ته زیان رسولی او ښار رخصت شوی دی.
په هنګ کانګ کې ډېری عمومی خدمتونه او هټۍ رخصت شوی او د هنګ کنګ په نړیوال هوایی ډګر کې څه باندې ۹۰۰ الوتنې لغو شوی او عمومی لېږدونکی وسایط هم درول شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د هنګ کنګ چارواکو ویلی چې تراوسه د توفان له امله ۲۰۰ کسانو ته زیان اړول شوی دی. د چین دولت له ۳۸ سیندونو څخه د سېلابونو د بهېدو خبر ورکړی او دغه راز ویلی چې څه باندې ۱۳ زره جریبه ځمکو ته زیانونه اړول شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84187

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *