په فراه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځی ته چاودنه ورکړل شوې

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 112710

د فراه ولایت د ولایتی شورا غړی دادالله قانع د دوشنبې په ورځ (د وری په ۲۶ مه) وویل چې ناپېژانده وسله‎والو، د دغه ولایت د مرکز په توسک کلی کې د «بنفشه» ښوونځی ودانۍ د ماین له چاودنې سره ویجاړه کړې ده.
ښاغلی قانع زیاتوی چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې ده.
ویل کېږی چې په دغه ښوونځی کې کابو ۵۰۰ نجونو زده کړې کولې. که‎څه هم روښانه نه ده چې د دغې پېښې تر شاه د چا لاس دی او د کومې موخې لپاره شوې، خو ځایی چارواکی وایی چې ټاکل شوې وه له دغه ښوونځی سږکال ځینې نجونې فارغې شی او شونې ده چې له دغه کار سره په مخالفت کې دا ښوونځی ویجاړ کړل شوی ووی.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم دا ښوونځی د ناپېژانده کسانو لخوا سوځول شوی یوو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112710

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *