په فراه ولایت کې د طالبانو ترکنټرول لاندې سیموکې په پراخه توګه نشه یی توکې کرل کېږی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 44889

د فراه ولایت چارواکی وایی، ددغه ولایت په ډېریو ولسوالیو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په پراخه توګه نشه یی توکې کرل کېږی او د طالبانو د حضور له امله حکومت نشی کولای دغه کروندې ویجاړ کړی.
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، طالبان ددغو سیمو په ناامنه کولو سره هڅه کوی ترڅو د نشه یی توکو کرلو ته زیاتوالی ورکړی او ډېرې ګتې ترلاسه کړی. دغه چارواکی زیاتوی چې نشه یی توکې د طالب ډلې یوه مهمه اقتصادی سرچینه بلل کېږی.
د فراه والی ویاند ناصر مهری وایی، د یاد ولایت په ډېریو ولسوالیو د هغې له ډلې څخه په خاک سفید، ګلستان، بکواه او بالابلوک ولسوالیو کې په پراخه توګه کوکنار کرل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44889

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *