په فاریاب کې د طالبانو په لاس د یوې پوستې او دوه قرارګاوو سقوط

  • خپرول: ۲۰ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 82792

۲۲ تیره ثانیه

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند وایی چې ددې ولایت د شیرین تګاب پر ولسوالۍ باندې د تیرې شپې( وږی ۱۹) د طالب جنګیالیو په برید کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو او ولسی پاڅون کوونکو یوې پوستې او دوه قرارګاوو سقوط کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند،کریم یورش وویل چې د طالبانو د ډلې غړیو تیره ورځ د ماښام په شپږو بجو ددې ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د کوه صیاد په کلې کې د ملې پولیسو،ملې اردو او ولسی پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه ترسره کړی دی.

د فاریاب د پولیسو د ویاند په خبره د فاریاب ولایت د شیرین تګاب په ولسوالۍ کې نښتو د نن ورځې تر ۴ بجو پورې دوام درلود. یورش زیاته کړه چې ددې نښتو په پایله کې چې له لسو ساعتونو څخه زیات وخت یې دوام درلود ځانی تلفات له ځانه سره نه لری او د ملې پولیسو یوه پوسته او د سخې قرارګاه او د قومندان نجم الدین قرار ګاه په نومونو د ولسی پاڅون کوونکو دوه قرارګاوې د طالبانو په لاس سقوط شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82792

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 1 = 1