په فاریاب کې دوه نیول شوی مولداویایی پیلوټان بېرته خوشې شوی
- خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
- نوملړ: رادیو آزادی
- د خبر شميره: 104306
هغه دوه مولداویایی پیلوټان چې په افغانستان کې یرغمل شوی وو، له درې نیمو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شوی دی.
دا خبره د مولداویا ولسمشر ایګور دودان نن د دې هېواد په پلازمېنه کیشینوف کې خبریالانو ته وکړه.
دودان وویل، د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به مسکو ته لاړ شی چې خوشې شوی پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه کړی.
هغه وویل، دواړه پیلوټان د مسکو په یوه روغتون کې بستر دی او روغتیایی وضعیت یې د قناعت وړ دی.
د مولداویا دغه پیلوټان د ۲۰۱۵ کال په نوامبر کې د افغانستان په فاریاب ولایت کې هغه مهال طالبانو ونیول چې روسی ساخت می ۱۷ ډوله هلیکوپټر یې په سیمه کې اضطراری ناسته وه.
د دوی د عملې درېیم مولداویایی وژل شوی و.
د مولداویا ولسمشر چې له مسکو سره نږدې اړیکې لری، دغه راز وویل چې د څو میاشتو خبرو اترو په نتیجه کې دواړه پیلوټان دوه ورځې مخکې خوشې شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دغو پیلوټانو د خوشې کېدو هدف یوازې د فدراتیفې روسیې د مشرتابه په مرسته ترلاسه شوی چې په دې اړه یې ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې وه.
نظرات(۰ دیدگاه)