په فاریاب ولایت کې ۸ ماشومان ووژل شول

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 85222

په فاریاب ولایت کې د وسله والو مخالفینو له خوا د ځای پرځای ماین د چاودنې له امله لږترلږه ۸ ماشومان وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان دی.
د فاریاب پولیسو ویاند عبدالکریم یورش نن شنبه یاش خبری سرچینې ته ویلی چې دا پېښه تېره ورځ مازدیګر د یاد ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد کلی کې ترسره شوې ده.
د ښاغلی یورش په وینا، چاودنه هغه مهال ترسره شوه چې له ۵ څخه تر ۱۲ کال عمر لرونکی ۱۴ ماشومان له سیمې څخه د تیرېدو په حال کې ول. دی وایی چې د ۶ ټپیانو له ډلې څخه، د دوه کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د فاریاب پولیسو ویاند ویلی چې دغه ماین وړاندې د امنیتی ځواکونو د موخه ګرځولو په خاطر د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پرځای شوی وو.
ښاغلی یورش څرګند کړ چې د چاودنې سیمه له یوې اونۍ راهیسې د وسله والو مخالفینو له خوا کنټرولېږی او امنیتی ځواکونو دا سیمه خوشی کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85222

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *