په فاریاب ولایت کې د یو ټاکنیز نوماند په دفتر کې د چاودنې ترسره کېدل

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87811

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، تېره ورځ د فاریاب ولایت په اندخوی سیمه کې د پارلمانی ټاکنو نوماند محمد انور باشلیق په دفتر کې د ځای پرځای شوی ماین د چاودنې له امله یوتن ټپی شو.
دا چاودنه د یاد ښار په قرغان سیمه کې هغه مهال ترسره شوه چې محمد انور باشلیق په خپل دفتر کې حضور نه درلود.
داپه داسې حال کې ده چې په لشکرګاه ښار کې د ځانمرګی برید له امله چې د پارلمانی ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی د وژل کېدو لامل شوی وو، تردې دمه هیڅ ډله مسولیت یې پرغاړه نه دی اخیستی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87811

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *