په فاریاب ولایت کې د یوې ښځینه پولیس د وژنې په تور درې ښځې او دوه سړی ونیول شول

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44509

په فاریاب ولایت کې د یوې مېرمنې د وژنې په تور چې څه موده وړاندې دخپلې کور څنګ ته په ډزو وژل شوې وه، پنځه کسان د هغې له ډلې څخه درې ښځې ونیول شول. دغه ښځه چې د فاریاب ولایت د پولیسو جنایی ریاست کارکوونکې وه، څه موده وړاندې په خپل کور او د خپلې زامنو په وړاندې په ډزو ووژل شوه.
۲۶ کلنه عزیزه چې د پنځه کال مودې په لړکې په فاریاب ولایت کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې، د سلواغې په ۱۸مه، د ناپېژنده وسله والو له لورې په ډزو ووژل شوه.
د فاریاب پولیسو ویاند عبدالکریم یورش په دې اړه ویلی چې دیادې پېښې اصلی لاملینو د پېژندنې لپاره د نیول شویو کسانو څخه څېړنې روانې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44509

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *