په فاریاب ولایت کې د طالبانو قوماندان وژل شوی

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 75834

د شاهین ۲۰۹ قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد هوایی ځواکونو د بریدونو له امله د طالبانو د ۷ غړو په ګډون د دریو قوماندانانو له وژل کېدو خبر ورکوی.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د یاد قول اردو له خوا خپور شوې راغلی چې تېره شپه ۲ بجې د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوی حمیدالله پر اډې باندې د هېواد هوایی ځواکونو د برید له امله د طالب ډلې ۱۰ غړی وژل شوی دی.
ددغې خبرپاڼې له مخې، وژل شوی کسان د ملا انعام الله، ملا نور احمد او ملا احمد شاه په نامه د طالبانو درې قوماندانان دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې په دغه برید کې د طالبانو ۱۰ نور غړی هم ټپیان شوی دی.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د هاوانو یوه مرمۍ، یوه میله پیکا، یوه میله دهشکه، پنځه میله وسلې، یوشمېر مهمات او چاودېدونکی توکې لمنځه وړل شوی او ویجاړ شوی دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو وایی چې ددغه برید په ترڅ کې یوه میله پیکا، دوه میله کلاشینکوفونه او یوه میله وسلې د وژل شویو کسانو له مړو سره یوځای د امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی.
ددغه برید په ترڅ کې امنیتی او دفاعی او دغه راز ملکی وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75834

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *