په غزه تراړه کې درې فلسطنیان وژل شوی دی

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 83520

په غزه تراړه کې پرون د اسرایلی ځواکونو او فلسطنیانو ترمنځ په تازه نښتو کې د یوه دولس هلک په ګډون درې فلسطنیان وژل شوی دی.

فلسطینیان له څو اونیو راهیسې هره جمعه د غزې تراړې په څنډو کې د اسرایل پر ضد ډله ائیزې مظاهرې کوی.

د اسرایل پوځ بیا وایی چې شاوخوا ۱۳ زره فلسطینیانو پرون د غزې تراړې په مختلفو برخو کې په بلواو کې ګډون کړی و.

د تیرې مارچ میاشت له دیرشمې نیټې راپدیخوا د اسرایلی ځواکونو او فلسطینی اعتراض کونکو ترمنځ شخړو او تاوتریخوالی کې تر اوسه پورې ۱۷۹ فلسطینیان وژل شوی دی.

اسرایلی ځواکونو له ۲۰۰۸ کال غزه چې د حماس ډلې تر واک لاندې ده کلابندې کړې ده.

د بشری حقونو سازمانونه وایی اسرایل په دې کار سره د غزې تراړې دوه میلونه وګړو ته ډله ائیزه سزا ورکوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83520

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *