په غزنی کې د یوشمیر رسنیو د انټنونو سوځیدنه

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 76081


Fb-Button

طالبانو تیره شپه په غزنی ولایت د خپلو بریدونو په جریان کې د ( ټلویزون تپې) پرسر د نصب شویو یوشمیر رسنیو انټنونه او خپرونکی وسایلو ته اور ورته کړی دی. له دې سره په غزنی ولایت کې د هغو رسنیو نشرات ځنډیدلی چې انټنونه یې سوځول شوی دی.خو هغه رسنۍ چې له عادی انټنونو پرته یې خپرونې د لیدو او اوریدو وړ دی، خپرونې یې په عادی توګه روانې دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې له دې امله سخته خواشینې ده، د جنګ له ښکیلو غاړو غوښتنه کوی چې په داسې حالاتو کې دې د رسنیو او خبریالانو بې پریتوب ته په پام سره د هغوی خوندیتوب ته کلکه پاملرنه وکړی. کمیټه په دې باور ده چې د رسنیو د انټنونو په سوځولو سره یوازې رسینو ته مالی زیان اوښتی شی خو د معلوماتو د رسونې بهیر له نیکمرغه هیڅوک او په هیڅ قیمت نشی ډب کولای، او هر هغه څوک چې دداسې یوې کړنې هڅه وکړی یوازې به د رسنیو او بیان د ازادۍ پر وړاندې خپله کرکجنه څیره ښکاره کړی او بس.

د افغان خبریالانود خوندیتوب کمیټه په حکومت غږ کوی چې د امنیتی حالت په ښه کیدو سره د هغو رسنیو لاس نیوی ته ورودانګی چې په دغې جګړه کې ورته زیان اوښتی دی. حکومت باید د زیانمنو رسینو هراړخیزه مرسته وکړی.

اړوند مطالب


نامعلومو وسله والو په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند وواژه


د افغان خبریالانو د خوندیتو کمیټې خپرپاڼه


په کابل کې د اسیا ټلویزون د مسوول وژنه


د زابل د رسنیو د مرکز لپاره ټاکنې ترسره شوې

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76081

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *