په غزنی ولایت کې د امریکایی پوځیانو په دوه بریدونو کې ۳۰ طالبان وژل شوی

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 83192

په افغانستان کې مېشتو امریکایی ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په غزنی ولایت کې د۳۰ طالب جنګیالیو او ددوی قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په دغه خبرپاڼه کې راغلی چې دغه عملیات درې ورځې وړاندې د غزنی په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې اډې ترسره شوی دی. ددغو ځواکونو په وینا، په یوبل عملیاتو کې د افغانستان په جنوبی برخه هلمند ولایت کې د طالبانو د وسلو یوه ځېرمه لمنځه وړل شوې ده. ددې خبرپاڼې له مخې، په غزنی ولایت کې د طالبانو پر یوې اډې باندې دوه هوایی بریدونه ترسره شوی چې د طالبانو د دوه قوماندانو پورې تړاو لرله. د امریکا او افغانستان د ځانګړو عملیاتی ځواکونو د قوماندان مرستیال ویلی چې په یوه ورځ ددغه شمېر طالب جنګیالیو لمنځه وړل د افغان او امریکایی ځواکونو د معلوماتی او عملیاتی مرستو یوه روښانه بېلګه ده چې د طالبانو طرح د لمنځه تلو لامل کېږی. دغو ځواکونو په یوه بله خبرپاڼه کې ویلی چې د یکشنبه په ورځ د هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې یو بل عملیات ترسره شوی چې په یاده سیمه کې د طالبانو یوه بله ځېرمه لمنځه وړل شوې ده.
ښایی د مخالفو ترهګرو د اډو موخه ګرځول له دوی سره د مبارزې په موخه د امریکایی ځواکونو یوه غوره تګلاره ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83192

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *