په غزنی ولایت کې دوه زیارتونه وسوځول شول

  • خپرول: ۷ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: دین او فکر
  • د خبر شميره: 39698

د غزنی ولایت چارواکی وایی ، ناپېژنده کسانو ددغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه زیارتونو ته اور اچولی چې تردې دمه ددغه کار لامل نه دی په ډاګه شوی.
د غزنی ولایت سیمه ایز چارواکی وایی ، د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه زیارتونه د ناپېژنده کسانو له لورې سوځول شوی دی.
دغه دوه زیارتونه په ورځ کې د ګڼ شمېر کسانو ځای بلل ګڼل کېده چې د زیارت او عبادت لپاره هلته مراجعه کوله.
د غزنی والی ویاند ، محمد عارف نوری ویلی چې تردې دمه نه دی روښانه چې دغه کار د چا لخوا ترسره شوی خو تردې وړاندې داعش ډله په داډول کارونو لاس پورې کول.
ښاغلی نوری زیاته کړه چې په دې اړه څېړنې پیل شوی او امنیتی ځواکونو د یاد اشخاصو د پېژندنې په لټه کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=39698

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *