په عراق کې د بهرنیو ځواکونو هرډول فعالیت منع شوی

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 121805

د عراق لومړی وزیر ټینګار کړی چې د عراق خاورې دننه د بهرنیو ځواکونو هرډول فعالیت او ګام د دولت له اجازې پرته منع دی.
د سومریه ینوز په حواله، د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی د عراق وسله والو ځواکونو د لوی قوماندان په توګه د یوې ویناپاڼې په ترڅ کې وویل: د هېواد په تېرو پړاونو کې د کورنۍ او بهرنی جګړې، د پوځ لمنځه تلو، پر هېواد د نیواک ګرۍ د تحمیل، د بهرنیو ځواکونو د شتون، د بهرنیانو د لاسوهنې، د وسله والو ډلو د جوړېدو، د هېوادونو پر وړاندې د د وسله والو ګامونو د ترسره کولو لپاره د عراق له خاورې د ګټې اخیستنې له اړخه له پېچلو حالاتو سره مخ وو په ورته حال کې دې هېواد له ویجاړونکو فعالیتونو، ترهګریزو ګامونو په ځانګړی ډول د القاعدې او داعش له ګامونو وځورېده، خو زموږ وسله والو ځواکونو د پوځ، پولیسو، د حشد شعبی ځواکونو، او د ایتلاف ځواکونو په ملاتړ پر دوی باندې برلاسه شول او دا ټول د عراق سیمه ییز او نړیوال واقعیتونه ښیی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121805

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *