په شمالی ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د ۲۱ مهمو قوماندانانو په ګډون ددوی ۵۰۰ غړو وژل کېدل

  • خپرول: ۳۰ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 128623

د راپورونو له مخې، د تېرې یوې میاشتې په لړکې په شمالی ولایتونو کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو د ۲۱ قوماندانانو په ګډون ددوی ۵۰۰ غړی وژل شوی دی.
د شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلی: په تېره یوه میاشت کې د فاریاب ولایت په غورماچ، خواجه سبز پوش، شیرین تگاب، پشتون‌کوت، بلچراغ، دولت آباد و اندخوی ولسوالیو کې د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو د پلان شویو عملیاتو ، د امنیتی ځواکونو د ځانګړو قطعاتو د شپنیو عملیاتو او د طالب ترهګرو پر اډو د عملیاتو په پایله کې د طالبانو ۲۱ قوماندانو په ګډون ددوی ۴۸۱ غړی وژل شوی، ددوی د ۱۳ قوماندانو په ګډون ۲۷۳ غړی ټپیان شوی او ۵۶ نور ترهګر د امنیتی ځواکونو له خوا برمته شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128623

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *