په شمالی وزیرستان کې د راکټی برید له امله ۲ پاکستانی پوځیان ووژل شول

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 43764

افغان پولې ته څېرمه د شمالی وزیرستان په قبایلی سیمه کې د پاکستانی پوځیانو پر موټر برید شوی چې د چارواکو په خبره دغه سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستانی رسنۍ د شمالی وزیرستان د ځایی امنیتی چارواکو په حواله وایی چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار د شمالی وزیرستان د میر علی تحصیل په عیدک نومې سیمه کې شوې ده.
د چارواکو په خبره، په دغې سیمه کې په کمین کې ناستو وسله‌والو د پاکستانی پوځیانو پر موټر راکټی برید کړی چې په نتیجه کې یې ۲ پوځیان مړه او ۳ نور ټپیان شوی دی.
امنیتی چارواکی وایی چې امنیتی ځواکونو تر برید وروسته سیمه محاصره کړې، تلاشی عملیات‌یې کړی او زیاتوی چې د پېښې ټپی شوی سرتېری د درملنې لپاره د بنو پوځی روغتون ته وړل شوی دی.
شمالی وزیرستان افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلی سیمه ده چې تر ۲۰۱۴ میلادی کال مخکې په‌کې د تحریک طالبان پاکستان، افغان طالبانو حقانی شبکې مرکزونه او پټنځایونه و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43764

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *