په سیمه کې د لاسوهنې په موخه د امریکا نوی رمز

  • خپرول: ۱۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 106714

لیکوال: سید احمد موسوی مبلغ
د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د لږ ځنډ وروسته بېرته له سره ونیول شوې.
د دواړو خواو د نېږدې سرچینو د اعلان له مخې، په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه شوی دی. د خبرواترو دوه ورځنی ځنډ هم هغه څه چې رسنیو ته ویل شوی د خبرواترو ګټې د تخنیکی جزییاتو څېړل بلل شوی دی. امریکا په دې خبرو کې منلی چې د یوه ټاکل شوی مهال وېش پراساس به له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کړی او په مقابل کې طالبان به هم ژمن شی چې لومړی له ترهګریزو ډلو لکه القاعدې سره خپلې اړیکې بندې کړی او دوهم، ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې د هیڅ هېواد پر وړاندې ګټه وانخستل شی. که څه هم دا دوه موردونه د دواړو خواو د خبرو اصلی بحث نه دی، خو دومره د ارزښت وړ دی چې دواړه خواوې د هغې د اجرایی تګلارو د کره څېړنې په موخه له غونډې بهر د بهرنیو کارپوهانو له خوا څېړنې او وخت ته اړتیا لری.
ویل کېږی یوه حقوقی اروپایی ډله د حقوقی چارو په برخه کې د طالبانو مرکچی پلاوی ته سلامشورې ورکوی. خو د خبرو د رخصت کېدو او د هغې د بېرته پیل په درشل کې، امریکا اعلان کړی هرهغه څوک چې وکولای شی داسې معلومات وړاندې کړی چې د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د نیولو لامل وشی، تر یو میلیون ډالرو جایزه به ورکړی. له طالبانو سره د امریکا خبرو په ترڅ کې ددې مهم خبر اعلان نشی کولای په ناڅاپی ډول وی. بلکه داسې ښکاری چې امریکا د بن لادن نوم د یوځل بیا مطرح کولو څخه ځانګړې موخې لټوی. د امریکایی چارواکو په مطبوعاتی کنفرانس کې پر ډې ټکی ټینګار شوی، له هغه کور څخه چې بن لادن پکې وژل شوی د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، اسامه بن لادن خپل زوی حمزه دخپل ځای ناستی په توګه ټاکلی او ده هم له ۲۰۱۵ کال راهیسې د څو غږیزو فایلونو په خپرولو سره دخپل پلار له پلویانو غوښتی ترڅو له امریکا څخه د بن لادن د مړینې غچ واخلی. امریکایان وایی که څه هم په وروستیو کالو کې د القاعدې فعالیت د پام وړ کموالی موندلی، خو دا تګلاره یوازې یو ډول تاکتیک دی او د القاعدې جګړه ایز توان د کموالی نه دی لامل شوی.
همداراز دوی ادعا کړی حمزه ددې له امله چې د اسامه بن لادن زوی دی، دا ظرفیت لری چې په عربی هېوادونو کې دخپل پلار پلویان سمبال کړی. خو د امریکا په نوۍ تګلاره کې د ارزښت وړ موضوع داده په هغو انځوریزو فایلونو کې چې د امریکایی چارواکو له خوا په رسنیو کې د حمزه بن لادن په اړه خپور شوی، دی په داسې حال کې لیدل کېږی چې
دخپل واده په مراسمو کې ګډون کړی دی.
هغه مراسم چې امریکایان ادعا کوی په اېران کې ثبت شوی دی. دا خبرې په دې معنا دی چې امریکایان ادعا کوی د بن لادن زوی اېران ته بشپړ تګ راتګ کړی او دده د واده مراسم هم په اېران کې ترسره شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوتن چارواکی رسنیو ته ویلی چې حمزه اوس مهال له پاکستان سره د افغانستان په یوه سرحدی سیمه کې پټ شوی او شونی ده کله ناکله اېران ته هم سفر وکړی. ښایی د بن لادن زوی د نیولو لپاره د جایزې اعلان او دغه راز د هغې کیفیت د ځانګړو پیغامونو درلودونکی وی او امریکا هوډ لری ترڅو د دښمن جوړولو له لارې القاعده د نړیوالې ټولنې لپاره د یو جدی ګواښ په توګه د نړۍ د مهمو مسایلو په سر کې ځای ورکړی. اوس مهال امریکا غواړی دا په ډاګه کړی چې حتی له طالبانو سره د یوې هوکړې د لاسرسی په صورت کې د القاعدې ترهګریزې ډلې ګواښ همداشان پرخپل ځای پاتی دی او دا ګواښ دومره جدی نه دی چې د لمنځه وړلو په موخه یې کومه تګلاره په پام کې ونیول شی.
خو داسې ښکاری چې د القاعدې ګواښ همداشان د سیمې لپاره یو جدی ګواښ اووسې، خو د امریکایی چارواکو له خوا اېران ته د حمزې د احتمالی سفرونو پرسر ټینګار کولا شی له طالبانو سره د هوکړې وروسته په سیمه ییزو چاروکې د امریکا شتون او لاسوهنې د کیفیت څرنګوالی په برخه کې د یو رمز په توګه وګڼل شی. حال داچې امریکا تردې وړاندې هم د بن لادن کورنۍ ته د اېران پناه ورکولو په تړاو ځینې ادعاګانې مطرح کولې.
کېدای شی په عراق او سوریه کې د امریکا سیاستونو ماتې دا هېواد دې ته اړ کړی وی چې له اېران سره د یوې ترهګریزې ډلې د اړیکو ادعا له لارې دخپل سیمه ییزې ماتې د جبران په موخه د یوې لارې په لټه کې اووسې. اوس مهال دا پوښتنه مطرح کېږی چې ایا امریکا هوډ لری ترڅو له طالبانو سره د هوکړې وروسته په سیمه کې دخپل شتون دوام د توجیه او دغه راز په اېران کې د یوې ترهګریزې ډلې د یوه جګپوړی غړی د شتون په پلمه پر دې هېواد د فشار راوړلو په موخه له حمزه بن لادن څخه کار واخلی؟ په راتلونکې ورځو کې به د سپینې ماڼۍ له دې ګام څخه نور کره جزییات په ډاګه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=106714

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




9 + 1 =