په سوریه کې د ۱۱ کسانو په وژل کېدو سره د ترکی ځواکونو لپاره خونړی ورځ

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 44481

تېره ورځ شنبه د سوریې په عفرین سیمه کې د کردی ځواکونو سره په نښته کې د ترکیې پوځ ۱۱ سرتېری ووژل شول چې پر عفرین سیمه باندې د ترکیې برید راهیسې دا د یاد هېواد بوځ درنه تلفات بلل شوی دی.
د فرانس پرنس راپور له مخې، د ترکیې لومړی وزیر بن علی یلدریم په دې اړه څرګند کړی چې د ترکیې یوه چورلکه د خپلې دوه سپرلی سره په عفرین کې ړنګه شوې او دغه دوه پوځیان وژل شوی دی.
دی په ورته وخت کې ټینګار کړی چې اوس مهال هیڅ نښه چې وښیی الوتکه موخه ګرځول شوې، شتون نه لری.
د ترکیې پوځ د زیاتو معلوماتو د ورکولو پرته اعلان کړی چې په عفرین کې د بېلابېلو نښتو په ترڅ کې ۹ تنه پوځیان وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44481

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *