په سمنګان ولایت کې پرقابلې ډله ییز جنسی تېری کوونکی ونیول شول

  • خپرول: ۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 117276

دغه پېښه شاوخوا درې ورځې وړاندې شوې وه، خو پرون رسنیزه شوه. د سمنګان د روی دوب ولسوال د دغې پېښې په تاییدولو سره بی بی سی ته ویلی، یو شمېر نامسؤولو وسلوالو کسانو پر یوه کلینیک تر برید وروسته، پر یوې قابلې ډله ییز جنسی تېری کړی وو.
د روی دو اب ولسوال خال محمد خازی وایی، د پېښې په تړاو نیول شوی تورن کسان د قابلې لخوا پېژندل شوی چې د روی دوی اب اوسېدونکی دی:
“یو شمېر نامسؤولو وسلوالو کسانو درې ورځې وړاندې د شپې لخوا پر یوه کلینک برید کړی و. بریدګرو په کلینیک کې د حاضرو دوو قابلو چې یوه یې مینداوره هم وه، تر وهلو وروسته، پر یوې قابلې ډله ییز جنسی تېری کړی دی. د پېښې په تړاو ۹ کسان نیول شوی چې ۶ یې د جرم اصلی عاملین او پاتې درې هغه یې د جرم شریکان دی”.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117276

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *