په سرپل ولایت کې ۷ تنه امنیتی سرتېری وژل شوی

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87796

په سرپل ولایت کې د غیرمسولو وسله والو او امنیتی ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۷ تنه امنیتی ځواکونه وژل شوی او یوشمېر نور هم ټپیان شوی دی.
د سرپل ولایتی شورا غړی محمد آصف صادقی نن پنجشنبه یاش خبری سرچینې ته ویلی چې دا نښته د سه شنبه ورځ مازدیګر په بلخاب ولسوالۍ کې د غیرمسولو وسله والو د قوماندان مهدی مجاهد او امنیتی ځواکونو ترمنځ پیل او د همهغه ورځ تر پایه دوام لرله.
ښاغلی صادقی وایی چې په یاده نښته کې د ملی امنیت ۳ تنه ځواکونه، ۲ تنه ملی پولیس او ۲ نور سیمه ییز ځواکونه وژل شوی او یوشمېر نور هم ټپیان شوی دی.
تراوسه ددې نښتې لامل نه دی روښانه شوی خو د ښاغلی صادقی په وینا، نوموړی شخص په دې وروستیو کې د ټاکنیزو نوماندانو یوشمېر پوسټرونه له بلخاب ولسوالۍ څخه راټول کړی او له هر نوماند څخه د ټاکنیزو کمپاینونو د دوام په موخه له ۵۰ څخه تر ۶۰ زره ډالرو پورې غوښتنه کړې ده.
ویل کېږی مهدی مجاهد ۲۸ کاله عمر لری او تردې وړاندې د جنایی جرمنو له امله په سرپل ولایت کې بندی وو او له بند څخه د خوشی کېدو وروسته، د غیر مسولو وسله والو ډله رامنځته کړې ده.
تراوسه د مقابل لوری د تلفاتو شمېر په اړه راپور په لاس کې نشته.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87796

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *