په سرپل ولایت کې د نفتو پر څاګانو باندې د طالبانو برید

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 83232

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکی خبر ورکوی چې طالب ترهګرو تېره شپه د قشقری په سیمه کې چې نفتی څاګانې شتون لری، په ډله ایز ډول برید کړی دی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د سرپل ولایتی شورا غړی اسدالله خرم وویل چې د طالب ډلې غړو تېره شپه پر قشقری سیمه باندې برید کړی او هوډ یې لرل ترڅو د نفتو څاګانې ونیسی.
دی څرګند کړ، که مرکزی او سیمه ییز حکومت له دې نه زیات د امنیت ټینګښت په برخه کې بې غوری وښیی، دغه پنځه فعالې څاګانې به د طالبانو واک ته ورشی.
په همدې حال کې د سرپل والی ویاند ذبیح الله امانی ددې خبر په تایید سره ویلی، که څه هم کماندو ځواکونو د پوځی عملیاتو د ترسره کولو په موخه دغه ولایت ته د ننه شوی، خو امنیتی ګواښونه اوس هم شتون لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83232

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *