په سرپل ولایت کې د آمو سیند څخه د نفتو ایستل ودرول شو

  • خپرول: ۲۸ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 41297

د سرپل والی وایی، د آمو له سیند څخه د نفتو ایستلو بهیر د ولسمشر امر پربنسټ درول شوی دی. دی وایی چې ولسمشر په مستقیمه توګه امر کړی ترڅو د امنیتی لاملونو له کبله ددغې سیمې څخه د نفتو ایستل ودرول شی.
د سرپل والی محمد ظاهر وحدت وایی، د نفتو ایستل د اوس مهال د ولسمشر له لورې درول شوی او چینی کمپنۍ ددې له امله چې د جوزجان ولایت د کاری پروژې تړون ترسره کړی ، ددغو وسایلو یوه برخه د کاری پروګرام په موخه یاد ولایت ته لېژدوی.
د سرپل والی آزادی رادیو ته ویلی، موژ د چینی وسایلو صلاحیت نه لرو، ځکه چې دوی یو خصوصی شرکت دی، خو د نفتو د ایستلو درېدل د ولسمشر امر پربنسټ ترسره شوی او په مستقیمه توګه ماتګ زنګ وواهه او وویل چې د نفتو ایستل تر وروستۍ امر او د امنیتی حالت تر ښه کېدو پورې باید ودرول شی او موژ له همدې امله د نفتو د لېژدولو بهیر درولی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41297

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *