په زابل ولایت کې طالبانو ته درنه اوښتې مرګ ژوبله

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 120343

تېره شپه له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د زابل د دای چوپان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومولی ولسوال له خپلو ۵۳ ملګرو سره وژل شوی دی.
د زابل والی رحمت الله یارمل وایی، د زابل لپاره د طالبانو مرستیال والی غوښتل د میزانې او دایچوپان لپاره د طالبانو له تش په نوم ولسوالانو سره یو ځای دایچوپان ولسوالی سقوط کړی، خو د دغو دریو طالب مشرانو په ګډون ۵۳ وسله وال د افغان ځواکونو په دفاعی جګړه کې وژل شوی او ۱۷ نور وسله وال ټپیان دی.
د زابل والی زیاته کړه، جګړه کې شپږ امنیتی سرتېری هم وژل شوی خو ولسوالی له سقوطه ژغورل شوې ده.
بلخوا طالبان بیا ادعا کوی چې د دایچوپان ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120343

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *