په روان کال کې ۵ زره ټنه محصولات د هوایی دهلیزونو له لارې صادر شوی

  • خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 101022

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی چې په روان کال کې ۵ زره ټنه بېلابېل محصولات د هوایی دهلېزونو له لارې صادر شوی دی.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی پرون ازادی راډیو ته ویلی چې د هوایی دهلېزونو له لارې محصولات په کم وخت کې بهرنیو مارکېټونه ته رسېږی او په ښه بیه پلورل کېږی چې په یو ډول له بهرنیو محصولاتو سره د افغان محصولاتو د سیالۍ زمینه هم برابروی.
ښاغلی الکوزی زیاته کړې، له افغانستانه تر ډېره وچې او تازه مېوې، طبی بوټی، قرقل او ځینې نور محصولات هند، چین، دوبۍ، ترکیې او نورو هېوادونو ته صادرېږی.
د الکوزی په خبره، بهر ته د یادو محصولاتو په صادرولو سره د کروندګرو ستونزې تر ډېره حل شوې او د حکومت له دغه اقدام څخه هرکلی کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101022

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *