په روان کال کې له کندهاره ۳۰ زره ټنه انار بهر ته صادر شوی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 44529

د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایی، په روان کال کې د هند او پاکستان په ګډون مختلفو هېوادونو ته له دغه ولایته، ۳۰ زره ټنه انار صادر شوی دی.
د دې ادارې رئیس سید حفیظ الله سیدی نن یکشنبه ازادی راډیو ته وویل چې په روان کال کې د انارو محصولات شااوخوا ۱۱۰ زره ټنه وو چې ۳۰ زره ټنه یې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوی او پاتې نور یې په هېواد کې دننه په مناسبه بیه پلورل شوی دی.
د ښاغلی سعیدی په خبره، تېرکال د انارو د صادراتو کچه ۲۰ زره ټنه وه.
د ده په خبره، تر ډېره دغه صادرات د کابل ـ ډهلی هوایی دهلېز له لارې شوی چې ګټه یې هم د نورو کلونو په پرتله ډېره وه.
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایی، په روان کال کې یې د حاصلاتو کیفیت ډېر ښه و، نو په همدې دلیل یې ښه بازار او بیه لرله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44529

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *