په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله مرستیالان او اجرایی مشر وټاکل شول

  • خپرول: ۲۹ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 100819

د اسلامی ملی غورځنګ ګوند پخلۍ کړی چې عبدالله عبدالله، جنرال عبدالرشید دوستم او محمد کریم خلیلی ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د یوې ټاکنیزې ډلې د رامنځته کېدو په اړه سره هوکړې ته رسېدلی دی.
د اسلامی غورځنګ ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اسلامی وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلی او د ملی یووالی حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی په کور کې یوه ګډه غونډه جوړه کړه او یوې ټاکنیزې ډلې پرسر یې بحث وکړ.
د ملی غورڅنګ ګوند مرستیال عبدالله قرلق ویلی، د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند، د محمد کریم خلیلی په مشرۍ د اسلامی وحدت ګوند او صلاح الدین ربانی د جمعیت ګوند په استازیتوب د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې څخه د ملاتړ په موخه هوکړې ته رسېدلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100819

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *