په دستارنامه کې د معما حل | وږمه حلیم

  • خپرول: ۲۵ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 130947


Fb-Button

مخکې له دې چې په دستارنامه کې معما او د معما په حل خبرې وکړم، په خوشال خان خټک، دستارنامه او معما باندې لږ خبرې کوم.

خوشحال خان خټک:

خوشحال خان خټک یا خوشحال بابا د پښتو ادب  یو ملی شاعر، مؤلف او مفکر، څیړونکی، ژباړونکی او د ننګ د ډګر اتل دی. دی نه یوازی په هېواد کې د ننه بلکې په نوره نړۍ کې هم شهرت لری او د اروپا خلکو ورته د یو ملی، قومی لوی شاعر او لیکوال خطاب ورکړی دی. د دې ستر شاعر، نامتو پهلوان، د توری او قلم اتل او پیاوړی زعیم آثارو په هکله ژور علمی او مختلف مطالعات او څیړنې شوی دی. 

دستارنامه:

د خوشحال خان خټک (دستار نامه) یو مشهور او منثور اثر دی، چې د ملی جذباتو او احساساتو د اغېز لاندې لیکل شوی دی. (دستار نامه) یو سیاسی او تربیوی کتاب دی، خوشحال خان خټک د دې کتاب په هکله لیکلی دی: “(شل) هنره او (شل) خصلته چه اختیار شوی دی په دوه بابه کې به واضیح شی: اول په کې د ځان پیژندګلوی ده، بیا ورپسې هنر د علم دی، بیا ورپسې نورکسبونه، فنونه او حرفتونه دی.”

 د (دستارنامه) په باب ښاغلی سمندر خان سمندر د کتاب په مقدمه کې لیکلی دی: “د خوشحال خان دستارنامه په حقیقت کې د عزت، حرمت او سړیتوب درنه پګړۍ ده. که څوک د د ستارنامې په معیار دغه شل هنره او شل خصلته نه لری؛ نو د قام د مشرۍ

د دستار تړلو قابل نه دی.”

خوشحال خان خټک په دې کتاب کې د پښتون ملت او ولس ویښول، د دوی عیبونه ورښودل او دوی په شعوری لحاظ د وطن، استقلال، خپلواکۍ د مینې سره آشناکول، د قومی مشرۍ او سیاسی پوهې، ملی احساساتو، وطن دوستۍ او ملیت‌پرورۍ مختلف اړخونه تشریح کړی دی؛ دی غواړی چې وښیی لارښوونکی او نمونه پښتون باید څنګه وی. نن ورځ د نړۍ سیاست پوهان د یو خپلواکه دولت سیاسی رهبری ته ډېر اهمیت ورکوی، ځکه چې د یو ټولنې مشر د هغې ټولنې د استقلال، خپلواکۍ او د خلکو لارښوونکی دی. خوشحال خان د واقعی مشرانو په هکله ډېرې خبرې لری او وایې: 

چه دستار  تړی  هزار  دی      د دستار سړی په شمار دی

خوشحال خان په دې بیت کې پګړۍ، خولۍ او تاج د یو انسان د سړیتوب مقام، غوره اخلاقو، عاداتو، کلتور او فرهنګ سمبول ګڼی او وایې: دستار هغه څوک باید په سر کړی چې قابلیت یې ولری. دا یوه په زړه‌پورې نصیحت نامه ده، لوستل یې هر چا ته په کار دی.

معما:

معما په لغت کې پټ ته وایی او په اصطلاح کې هغه ادبی صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې نوم، تاریخ یا کوم بل مطلب د ایما او رمز په ډول راوړی وی.

عموما په معما کې د ابجد یا نورو سیسټمونو له مخې شمېرې په توریو اوړی او بیا له توریو نه کلمې جوړېږی. دا کلمې زیاتره د مانا څښتنه کلمه وی، خو کله د مخففاتو غوندې د اوازونو تشه بې مانا ټولګه وی. پخوانو داسې انګېرله، چې د زوکړې، مړینې یا بله نېټه چې په شمېرو(اعدادو) کې وړاندې کېږی او دا شمېرې سختې ناشاعرانه وی؛ نو د شاعرانه کولو لپاره یې پکار ده، چې په توریو واړوو او کلمې ترې جوړې کړو. دا کلمې که مانا ولری؛ نو په معما کې دوه اړخه پیدا شی، یوه د کلمې اصلی یا سرسری مانا بله پټه یا معمایی مانا.

معما چې په توریو او کلمو کې وړاندې کېږی، تر نېټو لنډه وی او د شعر له وزن سره سمون هم لری، ځکه د نېټو د موزونولو تجربه په شاعرۍ کې کمه شوې او چندان کامیابه تجربه هم نه ده. بل څپې هم کمی نیسی او په اسانه په شعر کې مدغمېږی. مثلا: د ابجد له مخې هر تورى څو شمېرې لری. دا څو شمېرې په یوه توری کې وړاندې کېداى شی، چی په څپو کې سپما رامنځته کوی.

پخوانو په شعر کې له دې ډول پېچلتیا نه خوند اخیسته او غوښتل یې مخاطب وننګوی. معما عموما په مهمو چارو کې کارېدله. هغه کار چې عام و، شاعرانو ورته معما نه کاروله؛ نو معما به شاعر د خپلو مهمو کارونو لپاره کاروله؛ نو د پېښو اهمیت هم د معما یو علت ګڼلاى شو.

معما پټولو ته وایی. په شعر کې له هندی مکتب بهر نورو شاعرانو د خبرو سادتوب ته ډیر تمایل لاره؛ نو بیا یې په معما کې د پېچلتیا تنده ماتولاى شوه. په هندی سبک کې چې پېچلتیا او کنایو اهمیت لاره، له معما هم خوند اخیستل کېده.

په هغه وخت کې عمومی ادبی تمایل معما ته موجود و. اوس چې دا تمایل نشته، شاعران معما نه کاروی او چندان ګټور کار ورته نه ښکاری.

د معما ډولونه:

۱- د جمل(حساب) له مخې: 

جمل په لغت کې حساب یا د تورو حساب ته وایی او په اصطلاح که شاعر کوم نوم، نېټه یا بل مطلب د ابجدو د حساب په واسطه په رمز سره راوړی وی.

۲- د تحلیل په بڼه معما:

که چېرته معما په داسې کلمو کې راغلې وی، چې په وړاندې وروسته کولو سره یې حل راووځی، د تحلیل په بڼه معما ورته وایی.

۳- د قلب تصحیف او سقاط په بڼه معما:

که چېرته معما په داسې کلمو کې راغلې وی، چې د تورو په چپه کولو، د ټکیو په غورځېدلو او ټکیو په بې ځایه‌کولو سره حل شی، نوموړې معما یې بولی.

۴- د تبدیل او تصحیف په بڼه معما:

که چېرته معما په داسې کلمو کې راغلې وی، چې کومه کلمه په کې بلې ژبې ته ژباړل کېږی او ټکی هم په کې بې‌ځایه شی د تبدیل او تصحیف په بڼه معما ورته وایی.

۵- د تبدیل او قلب په بڼه معما: 

که چېرته معما په داسې کلمو کې راغلې وی چې بلې ژبې ته ژباړل کېږی او یوه نیمه یې اپوټه‌کېدو ته اړه ولری، نوموړې معما یې بولی.

په دستارنامه کې د معما حل:

که موږ د خوشحال خان خټک ټول اثار وګورو؛ نو د معما موندل او حل‌کول یې اسانه دی؛ ځکه خوشحال خان خټک ورته قرینې کارولی دی، لکه: 

د غواص د کال وبا    خدایې مه راوله بیا

پورته شعر کې معما د غواص په کلمه کې ده؛ او خوشحال خان ورته قرینه کارولې ده چې قرینه یې دې کال کلمه ده، او ۱۰۹۷ کال ترې جوړیږی:

غ ــ ۱۰۰۰        و ــ ۶        الف ــ ۱        ص ــ ۹۰

= ۱۰۹۷

دستارنامه کې شل هنره او شل خصلتونه بیان شوی دی. په هنرونو کې د ښکار هنر، د کرنې هنر، د موسیقۍ هنر او په خصلتونو کې د مشورې، انصاف، انتظام، او غیرت خویونه راغلی دی. په دستارنامه کې سیاست، تدبیر، اخلاق، پوهه او پښتونولی دا ټول یو ځای شوی دی او د پښتو په ښایسته جام کې یې ځان ښکاره کړی دی. خوشحال خان خټک دستارنامې ته رنګ ورکولو او د خپلو خبرو اغېزمن کولو لپاره خپل شعرونه په پښتو او دری ژبه او هم ځینو مشهورو شاعرانو دری شعرونه راوړی دی.

زموږ اصل موضوع په دستارنامه کې د معما حل دی؛ خوشحال خان خټک په دستارنامه کې پیچلې یا ورکه معما نه ده کارولې؛ ډېرې معماوې یې هم کارولی نه دی؛ بلکې ټوله دستارنامه کې یوه معما، هغه هم ډېر په مهارت یې د دستارنامې لیکلو تاریخ(کال) یې په معما کې خوندی کړی دی:

دا کتاب چه په پښتو خوشحال انشاء کړ      پخوا نه دی انشاء کړی پښتانه

که تاریخ یې د انشاء له ما نه غواړې           وایم دا بس دی محنت د بیلتانه

پورته شعر کې (بس دی محنت د بیلتانه) د ابجدو له مخې ۱۰۷۷ کال کېږی چې په دې تاریخ خوشحال خان خټک دې دستارنامې لیکل پای ته رسولی دی:

ب ــ ۲            س ــ ۶۰        د ــ ۴            ی ــ ۱۰

م ــ ۴۰            ح ــ ۹            ن ــ ۵۰        ت ــ ۴۰۰

د ــ ۴

ب ــ ۲        ی ــ ۱۰        ل ــ ۳۰    ت ــ ۴۰۰    الف ــ ۱

ن ــ ۵۰    ه ــ ۵

= ۱۰۷۷ کال

په پایله کې وایم چې معما کارول مهارت او هنر دی؛ او قرینه ورسره راوړل نور هم مهارت غواړی؛ ځکه باید معما او قرینه شعر ښایسته او هنریت یې ډېر کړی؛ او خوشحال خان خټک په دې هنر کې ساری نه لری.

ماخذونه:

  • خټک، خوشحال خان. دستارنامه. ۱۳۴۵ه.ش. کابل: پښتو ټولنه، دولتی مطبعه.
  • ښکلی،اجمل. مقاله:معما مو اوس ولې نه لګی؟. ۱۳۹۴ل. www.taand.com  
  • همکار، محمد ابراهیم. بدیع فن او پښتو شاعری. ۱۳۸۸ل. ننګرهار:مومند خپرندویه ټولنه.