په خوست ولایت کې د یوې کورنۍ اوه غړی ووژل شول

  • خپرول: ۱۹ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 43890

د خوست په تریزایی او علیشېرو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم افغان امنیتی ځواکونو تېره شپه په عملیاتو کې د یوې کورنۍ اووه غړی وژلی دی.
د خوست امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالحنان ځدراڼ له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، چې عملیات کمپاین ځواکونو تېره شپه د یادې شوې ولسوالۍ د بټۍ تاڼې په سیمه کې کړی.
نوموړی زیاته کړه، چې تر اوسه پورې دوی ته د مرګ په اړه چا رسمی معلومات نه دی ورکړی، خو په خوست کې د کوچیانو شورا یوه غړی حاجی ګل مرجان تایید کړه چې په یادو عملیاتو کې اوه کسان وژل شوی دی.
په همدې حال کې د سیمې یوه اوسېدونکی علی جان امریکاغږ ته وویل، چې عملیات د ده د وروڼو پر کور شوی، چې په نیتجه کې یې د ده پنځه وروڼه، یو وراره او یو یې تره زوی وژل شوی دی.
علی جان وویل، چې وروڼه یې له ده نه بېل وو، هغوی د بټۍ تاڼې په سیمه کې اوسېدل او دی په خپله د خوست د مرکز اړوند په غازی اباد کې کور لری، نوموړی زیاته کړه، سهار وختی خبر شو چې وروڼه یې وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43890

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *