په حاملګۍ کې مقاربت کیدای شی؟/ ډاکټر سباوون

  • خپرول: ۲۹ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 6007

  ډاکټر صاحب د حاملګۍ په وخت کی مقاربت څنگه دی ایا  کیدای شی او کنه او که وشی نو په اخر میاشتو کی خصوصاً په اتمه او نهمه میاشت کیې مقاربت تاوان نه لری؟

ځواب:

کله چې یوه میرمن امیندواره شی نو تر هرڅه ورته د هغې ماشوم ډیر ارزښت پیدا کوی او په دې لړ کې ښایی دغه پوښتنه ېې په ذهن کې پیدا شی چې مقاربت او له خاوند سره څملاستل به ورته تاوان ولری که نه او په دې وخت کې باید مقاربت څنګه وشی؟ او ایا د جنین لپاره کوم خطر لری که نه؟ په دې هکله باید ووایو کله چې حاملګی طبیعی وی او کوم عوارض و نه لری مقاربت هیڅ خطر نه شی پیښولی جنین د اوبو د یوې کڅوړې، او د رحم د عضلو په وسیله ساتل کیږی پردې سربیره د رحم په خوله کې یو ډول غلیظ ترشحات شته چې د رحم خوله بندوی او رحم ته د میکروب د انتقال مخه نیسی البته په دې هکله حتماً له خپلې ډاکټرې یا قابلې سره مشوره وکړئ ځکه دا خبره باید سپینه شی چې ستاسو امیندواری کومه ستونزه نه لری او طبیعی ده البته ځینې وخت هغو میندو ته چې د سقط مخنینه لری سپارښتنه کیږی چې په وروستیو میاشتو کې دې مقاربت ونه کړی خو تراوسه پورې داسې کومه احصایه نه شته چې دغه خبره دې تائید کړی. په سلو کې څلویښت  سقظ جنتیکی علتونه لری دغه راز په سقط کې هورمونی بدلونونه ، اومیکروبونه هم ممکن رول ولری خو مقاربت پکې رول نه لری.

په عمومی توګه کله چې حاملګی طبیعی وی او میرمن کومه ستونزه ونه لری دمیړه او میرمنې مقاربت نه یوازې ستونزه نه لری بلکه په اپوټه ګټه هم لری او ددې سبب کیږی چې راتلونکی مور او پلار یو بل ته نور هم نیژدې شی او په راتلونکې کې به له خپل ماشوم سره ډیره مینه ولری.

ځینې ډاکټران وایی که مور د وار مخکې لنګون مخنینه لری سپارښتنه کیږی چې که مقاربت کیږی نو میرمن دې دجنسی خوند اوج یا ارګاسم ته نه رسیږی ځکه چې دغه حالت ممکنه ده په میرمنو کې په رحم کې یو ډول انقباضات ر امنځته کړی  دغه راز دمنی اوبه دپروستلاګلاندین په نامه ماده لری او دغه ماده ددې سبب کیږی چې رحم تحریک شی ا و انقباضات ېې نور هم زیات شی نو ښه به دای چې په دې وخت کې له کانډوم څخه استفاده وشی دغه راز سپارښتنه کیږی په ملایمت او نرمښت سره مقاربت ترسره شی البته په هغو کسانو چې د وارمخکې لنګون مخینه نه لری دغه مسلې کوم رول نه لری خو غوره ده په وروستیو دو میاشتو کې لږ احتیاط وشی.

حتی کله چې د ځینو خاصو مسلو له امله ډاکټر له مقاربته منع کړی یاست له مقاربت پرته کولای شی فزیکی تماس ولری مساژ کول، او دیو بل لمس کول ، اوله یو بل سره مینه کول دمیرمنې له عضلاتی او فکری آرامښت سره مرسته کوی په دې ډول به دوی ټولنې ته یو تاند او سالم ماشوم وسپاری په اروپا کې حتی دماشوم دلنګون په وخت هم پلار له مور سره یو ځای په زیږنتون کې شتون پیدا کوی او پلار تل له مور سره مینه کوی او یا هغې ته مساژ ور کوی دغه چاره ډیره ګټه لری او پر او ماشوم ښه اغیز پریږدی دغه مینه او نیژدې والی ددې سبب کیږی چې دماشوم له زیږون وروسته میړه او ښځه بیرته ژر خپل طبیعی جنسی ژوند پیل کړی.

له طبیعی لنګونه څو ورځې وروستسه که میرمن کومه ستونزه ونه لری مقاربت کیدای شی البته دغه چاره دلنګون په ډول او رودې پورې اړوندیږی په تیره بیا دا چې که میرمن عملیات کړی وی او یا ېې کوکونه وهلی وی نو ممکنه ده وخت وغواړی له سیزارین وروسته ممکنه ده دغه دوره اوږده شی سیزارین لوی عملیات دی او څارنه او مقاربت غواړی البته ځینې ډاکټران سپارښتنه کوی   چې غوره ده ترشپږو اونیو پورې مقاربت ونه شی لیه روغتیایی او شرعی پلوه هم دغه خبره سمه ده ځکه چې تردې مودې پورې خونریزی ممکنه ده موجوده وی او دغه راز په پوزې نصواری رنګه لکې ممکنه ده موجوده وی چې دواړه دمقارت مخه نیولی شی.

یوه یادونه اړینه ده او هغه دا چې ځینې میرمنې له حاملګی وروسته په تیره بیا په لومړیو دریو میاشتو کې له جنسی پلوه بې علاقې کیږی او جنسی ګروهنه ېې کمیږی البته له علمی پلوه دجنسی هورمونونو دزیاتیدا او دغه راز په لګن خاصرې او نورو جنسی غړیو کې د وینې دزیاتیدا له امله ممکنه ده جنسی تمایل او علاقه نوره هم زیاته شی   ډیری میرمنې فکر کوی چې له دې ورسته ښایی دیوې میرمنی په شان دخپل میړه لپاره په زړه پورې نه وی ددې لپاره چې په میرمنو کې دغه جنسی علاقه بیرته پیدا شی تر هرڅه وړاندې باید میړونه احتیاط وکړی او خپله میرمن په زور جنسی اړیکې ته مجبوره نه کړی ځکه ښایی اپوته نیتجه ترلاسه کړئ بله خبره دا چې که میرمن جنسی تمایل نه لری فزیکی تماس ورسره وساتئ دغه فزیکی تماس مه قطع کوئ کله چې له خپلې میرمنې سره مینه کوئ دهغې هورمونونه ترشح کیږی او ورو ورو ددې سبب کیږی چې هغه بیرته جنسی تمایل پید ا کړی دحاملګۍ په وخت غوره ده میړه او ښځه دمقاربت په هکله تفاهم ته ورسیږی او داسې یوه لاره غوره کړی چې داوړه لورو ته په زړه پورې وی.

خو کله چې ماشوم پیدا شی دمیړه او خاوند اړیکه هم بدلون مومی او په دې ډول داړیکو یو مثلث جوړیږی چې ماشوم ېې په سر کې وی او مور او پلار ډیر د ماشوم په فکر کې وی دغه حالت پر جنسی اړیکو هم منفی تاثیر اچوی په تیره بیا داچې زموږ کورنۍ هم ګڼی وی او نورې مسلې هم ورسره یوځای شی او پر جنسی ژوند ناسمې اغیزې کوی په دې موده کې غوره ده میړونه دماشوم په پالنه کې له مور سره مرسته وکړی دا ښایی د ګډ ژوند لپاره اړینه چاره وی ځکه دماشوم پالنه سخته ده او پښتانه هم متل کوی چې د ماشوم لویول د یوه ښار جوړول دی نو که خاوند ورسره مرسته ونه کړی میندې دماشوم له پاللو او دکور له کارونو دومره ستړی کیږی چې جنسی مسلو ته وخت نه شی کولی او حتی فکر پرې نه شی کولای.

میرمنه باید پوه شی چې خاوند ېې یوازې دجنسی مسلو لپاره نه غواړی بلکه ورسره له زړه مینه لری نو له حاملګی وروسته له مقاربت پرته حتماً باید له خپلې میرمنې سره مینه وکړی یوه بله مسله چې په تیره بیا افغانان ورته ډیره توجه نه کوی هغه دماشومانو له لویدو وروسته دمیړه او میرمنې ترمنځ واټن دی دواړه دکور او دندو او دغه راز دماشومانو په پالنه کې دومره بوخت شی چې له یو بل سره د خبرو ،مینې ،او د احساساتو دتبادلې وخت نه پیدا کوی دغه چاره ددې سبب کیږی چې په لاشعورې توګه ژوند ګډو ډ شی ښایی ډیر ځله علت ته متوجه نه وی خو ژوند به مو تریخ وی .

کله چې حاملګی پر مخ ځی ممکنه ده د مقاربت پخوانی روده او پوزیشن کارندوالی ونه لری دغه راز کله چې رحم او ماشوم لویږی که مور په ستونی ستغ څملی دا ممکنه ده ماشوم ته تاوان پیښ کړی نو غوره ده مقاربت په اړخ ترسره شی او یا په بل داسې پوزیشن ترسره شی چې میرمنې ته تاوان پیښ نه کړی او ونه کړیږی.

اړوند مطالب


په هرو ۱۲ ښځو کې یوې ته جنسی مقاربت دردوونکی دی


خوب له حفظولو سره مرسته کوی/ ډاکټر سباوون


کوم عمر د واده لپاره مناسب دی/ ډاکټر سباوون


ولې افغانان ښځو ته ډیر ګوری؟/ ډاکټر سباوون

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=6007

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *