په جلال اباد ښار کې د خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 104490

۴ تیر دقیقه

په جلال اباد ښار په ننګرهار مرکز کې د خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

د ننګرهار د والی ویاند عطالله خوګیاڼی خاورمیانه خبری اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې د درې ماینونو په کشف او لمنځه وړلو سره د خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

ننګرهار ولایت مقام ته د ملی امنیت ریاست د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دغه ریموټ کنترول ماینونه د وسله والو مخالفینو له لوری د یوې لویې لارې په اوږدو کې ایښودل شوی و، او غوښتل یې چې دولتی او ملکی وګړی په نښه کړی؛ خو موخې ته له رسیدو وړاندې کشف او لمنځه یوړل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې ورځې راهیسې امنیتی مسئولینو د امنیت لا ټینګښت په موخه جلال اباد ښار کې پلې او موټر داره ګزمې، چیک پواینټونه او بدنی پلټنې زیاتې کړی دی .

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104490

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 2 = 4