په جرګه کې د لفظی شخړو له امله عمومی ناسته ګډوډه شوه

  • خپرول: ۳ عقرب ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 38451

د جرګې چهارشنبه ورځې په غونډه کې لفظی شخړې ، له هغه وروسته عمومی غونډه لمنځه یوړل چې ګل پادشاه مجیدی ، د جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او محمد نعیم لالی یې تورن کړ چې په زور سره د جرګې تلویزیون د آرشیف څخه اسناد وړی دی.
مجیدی وویل : د جرګې لومړی مرستیال ، لالی حمید زی او یوبل شخص چې سپین څادر یې پرسر کړی وو او نه پېژندل کېژی ، دوه شپې وړاندې دشپې یولس بجې د وسله والو کسانو سره د ملی شورا الحاقیې ته دننه شول او د ولسی جرګې تلویزیون د آرشریف څخه ځېنې اسناد په زره یوړل.
همداراز ښاغلی مجیدی ویلی ، ښاغلی همایون په زوره او د آرشیف مسولینو ته د بډه په ورکولو سره د پارلمان الحاقیې ته دننه شوی دی.
دده په وینا ، د لومړی مرستیال دغه چلند د اخلاقو او قانون پرخلاف وو او د تلویزیون پر آرشیف باندې د برید په موخه ترسره شوی دی.
دی ټینګار وکړ چې دغه کار د پارلمان خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوی ، او باید دغه مساله لوی سارنوالی ته ولېژل شی ترڅو په جدی توګه څېړنه وشی.
خو همایون همایون آرشیف ته د مراجعه کېدو موضوع د منلو ترڅنګ ویلی چې دی په نشراتو کې د تلویزیون دوه ګونۍ چلند په خاطر دغه بنسټ ته مراجعه کړی خو ددغه دفتر څخه هیڅ ډول اسناد نه دی وړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38451

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *