په تېریوکال کې په افغانستان کې ۳ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87829

د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ملکی وګړو تلفاتو د شمېر په اړه د یوناما راپور په خپرېدو سره سم، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمی څانګې هم د ملکی وګړو په ځانګړی ډول د ماشومانو تلفاتو له زیاتوالی څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمی څانګې ویلی چې د تېریو کال په ترڅ کې یوازې ۳۱۷۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمی څانګې دوهم منشی زحل سلیم ویلی چې روانه ټپل شوې تاوتریخوالۍ د افغانستان پر خلکو په ځانګړی ډول پر ماشومانو باندې جدی اغېزه پرېښې ده.
دده په وینا، ددغه تاوتریخوالی عاملینو له هېواد نه بهر هڅه کړې ترڅو د افغانستان په ټولنه کې د اختلاف په زیاتوالی سره ماشومانو ته سخته ضربه واړوی.
دی د کابل ښار په لوېدیځ کې پر یو روزنیز مرکز باندې وروستی ترهګریز برید یو جګړه ایز جنایت بللی او ویلی چې یوازې په تېرکال کې په افغانستان کې څه باندې ۳ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مېرمن زحل د ملګرو متلونو په سازمان کې په خپلو خبرو کې ویلی چې د افغانستان په دغه جګړه کې د ماشومانو له حقونو څخه ساتنه یوه ننګونه ده.
د هغې په باور، ترهګر له افغانستان څخه بهر د ماشومانو په روزلو سره له دوی څخه د ځانمرګی بریدونو د ترسره کولو په موخه کار اخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87829

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *