په تېرو ۱۳ کالو کې د امریکایی ډالرو په وړاندې د افغانی پیسو ارزښت کموالی بې ساری ګڼل شوی

  • خپرول: ۱۸ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 68418

د امریکایی ډالرو په وړاندې د افغانی پیسو ارزښت د کموالی سره سم، ځینې اقتصادی شنونکی په دې باور دی چې ددغه بهیر د دوام په صورت کې امریکایی ډالر به د افغانی پیسو په وړاندې ۷۵ ته ورسېږی.
په وروستیو میاشتو کې د امریکایی ډالرو په وړاندې د افغانی پیسو ارزښت د پام وړ کموالی موندلی دی. نن دوشنبه یو امریکایی ډالر په ۷۳ افغانی او ۵۰ پیسو سره د کابل شاهزاده سرای په بازار کې بدلېدل.
د افغانی پیسو په وړاندې د ډالرو بیې دغه زیاتوالی بې ساری ګڼل شوی دی. په ۲۰۰۳ کال کې د نویو پیسو له چاپ وروسته د امریکایی ډالرو په وړاندې د افغانی پیسو ارزښت دې کچې ته کموالی نه وو موندلی.
د ولسی جرګې د ملی اقتصاد کمیسیون مشر منورشاه بهادری ویلی چې د افغانستان مرکزی بانک ناکامۍ د امریکایی ډالرو په وړاندې د افغانی پیسو ارزښت د کموالی اصلی لامل ګڼل شوی دی.
د افغانستان مرکزی بانک عمومی مشر خلیل صدیق د ښاغلی بهادری ادعا په غبرګون، د افغانستان پیسو ارزښت کموالی په اړه وویل، چې د نړۍ ټولو پیسو په وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېدل، د امریکایی ډالرو په وړاندې د افغانی پیسو د کموالی یو لامل دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=68418

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *