په تورکیه کې سوریایی کډوال هڅه کوی، چې ژوند له سپینې پاڼې پیل کړی ( شپږمه برخه)

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: اسپوتنیک
  • د خبر شميره: 17601

په سوریه کې د جګړې د پیل کېدو له وخته، تقریبا ۳ میلیونه سوریایان تورکیې ته کډه شوی دی. نو، ځکه، کله چې په تورکیه کې د کډوالو پر سر خبره راځی، نو د سړی سترګو ته لومړی سوریایی کډوال دریږی. خو په تورکیه کې نن ورځ تقریبا ۳۰۰ زره تنه نور کډوال هم ژوند کوی، چې له نورو هېوادونو ورغلی دی. د ملګروملتونوټولنې د کډوالو د چارو د لوی کمیسار د ادارې د اطلاعاتو له مخې تورکیې ته د ورغلو کډوالو ۴۴ سلنه عراقیان، ۴۱ سلنه افغانان، ۱۱ سلنه ایرانیان دی او یوازې ۴ سلنه د نورو هېوادونو، په تېره بیا د افریقایی هېوادونو وګړی دی.

د «سپوتنیک» خبریال د خپل ځانګړی راپورتاژ په دغه برخه کې له هغو افغانی کډوالو سره مرکې کړی، چې په ستامبول کې اوسیږی. زموږ خبریال د تورکیې د اِدیرنه ولایت د کلیو له اوسیدونکو او مشرانو سره هم مرکې کړی دی. د وچې له لارې یونان ته د کډوالو اساسی برخه په همدغه سیمه کې له پولې تېریږی.

«زه په تورکیه کې له خپله ژونده خوښ یم»  

په ستامبول کې پر سوریایانو سربېره زیات شمېر افغانی کډوال هم اوسیږی. زېیتین بورنو د ستامبول یوه هغه اساسی سیمه ده، چې د افغانی کډوالو ډېری هملته ژوند کوی.

موږ د دې لپاره چې له افغانی کډوالو سره مرکې وکړو، تر ماښام دمخه په زېیتین بورنو کې یوه افغانی رستوران ته ورغلو. خو هلته، د رستوران پر کارکوونکو سربېره یوازې یو سړی لېدل کېده. د رستوران څښتن هم همدغه سړی، چې مسعود نومېده راپه ګوته کړ او ویې ویل: «دلته د ماښام پر مهال د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وی، خو اوس وخت تاسې دلته څوک نشئ پیدا کولای». ۲۸ کلن مسعود، دا دوه کاله کیږی، چې په ستامبول کې ژوند کوی. ده له موږ سره په مرکه کې راته وویل: «زه په واقعیت کې پناه غوښتونکی نه ګڼل کېږم، زه دلته قانونی راغلی یم، ویزه مې اخېستې وه، زه دلته د اوسیدو او کار کولو اجازه هم لرم». د مسعود د مېرمنې کورنۍ تر ۱۰ کالونو ډېر وخت کیږی، چې په تورکیه کې ژوند کوی. تر واده کولو وروسته لومړی د مسعود مېرمن په ویزه تورکیې ته راغله او وروسته په خپله مسعود هم په قانونی ویزه تورکیې ته راغی. مسعود له موږ سره په مرکه کې زیاته کړه: «په افغانستان کې موږ په کندوز کې ژوند کاوه. ما هلته خپل پلورنځی درلود. یوه ورځ زما د پلورنځی په مخه کې بم وچاودېد. له دغې پېښې وروسته ما پرېکړه وکړه، چې باید تورکیې ته کډه وکړم». اوسمهال مسعود په یوه سوپر مارکېټ کې کار کوی. ده په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وویل: «زه په تورکیه له ژونده خوښ یم، زما د مېرمنې دغه ځایونه ډېر خوښیږی، موږ غواړو چې خپل اولادونه همدلته لوی کړو».

«زه ۶ ځله یونان ته تښتېدلی یم، او هرځل یې بېرته تورکیې ته راشړلی یم»

له یاد رستوران څخه تر وتلو وروسته، د زېیتین بورنو مېنې د ساحل په لوری لاړو. او هلته مو له افغانستان څخه راغلو ځوانو کډوالو سره ولېدل. د دوی د ژوند کېسې هغسې له خوښۍ ډکې نه دی، لکه د مسعود د ژوند کېسه. ۲۹ کلن محمد، کله چې خبر شو، چې موږ ژورنالستان یو، موږ یې د پوښتنو کولو ته پرېنښودو. په خپله یې په ډېره احساساتی ژبه د خپل ژوند کېسه پیل کړه: «که تاسې دلته زما د ژوند په تړاو راڅخه وپوښتئ، نو زه په ځواب کې یوازې دومره درته ویلای شم، چې موږ دلته له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ یو. لاره راڅخه ورکه ده. زه د هغې شېبې په هیله شپې ورځې تېروم چې تورکیه پوله پرانیزی او موږ له دغه ځایه لاړ شو». محمد د خپلې کېسې په ترڅ کې دا هم راته وویل، چې ۶ ځله د وچې له لارې یونان ته تللی، خو هرځل د یونان پولیسو نېولی او بېرته یې د تورکیې اِدیرنه ولایت ته رالېږلی دی. محمد زموږ د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې بیا خو به یونان ته د تللو هڅه نه کوی، وویل: «زه به خپل بخت تر هغه پورې ازمویم، چې بریالی شوی نه یم. ځکه چې زه دلته خپله راتلونکې نه وینم. پر دې نه پوهیږم، چې دلته څه راته په مخه کې دی. دوې اونۍ پخوا دلته پولیس راغلل، ۵۰ تنه افغانان یې ونېول او بېرته یې افغانستان ته ولېږل. که چېرې په افغانستان کې سوله او امنیت وای، نو موږ به ولې دلته راتللو؟».

«موږ له تللو بله لاره نه لرو»

۳۰ کلن میر احمد د افغانستان له مزار شریف څخه دلته راغلی دی. ده هم د یونان له لارې اروپایی هېوادو ته د تللو هڅه کړې ده. میر احمد له موږ سره په مرکه کې وویل: «موږ دلته هسې خوشې شپې ورځې تېروو. هیڅوک کار نه راکوی، نو ځکه موږ له تللو بله لاره نه لرو. خو د دغه کار کول هم اسان نه دی. هغه مهال چې موږ په موټر کې د یونان له پولې ورتېر شوو، پولیسو ونېولو، ویې وهلو او وروسته یې بېرته د تورکیې خاورې ته راوشړلو». یوه بل افغان ۳۲ کلن هارون، چې د میر احمد په څنګ کې ولاړ وو، هم د وچې له لارې هڅه کړې وه، چې یونان او بلغاریې له لارې اروپایی هېوادونو ته لاړ شی. ده د خپلې همدغې هڅې په تړاو راته وویل: «دواړه واره د یونان پولیسو  ونېولو او بېرته یې تورکیې ته راوشړلو. په بلغاریه کې پولیسو، مخکې له دې چې ومو نیسی، لومړی یې سپی راپسې راخوشې کړل، وروسته یې، چې څه پیسې راسره وې ، ټولې یې راڅخه واخېستلې او بېرته یې تورکیې ته راوشړلو».

«تړون موږ ته هیڅ نه راکوی»

هغه ټول افغانی کډوال، چې موږ ورسره مرکې وکړې، د قاچاقیانو په مرسته د یونان او بلغاریا له پولو تېر شوی وو. د دوی له خولې دوی هر ځل د پیسو د ورکولو په بدل کې له پولې تېرېدل. کډوالو د دې له ویلو ډډه کوله، چې د دغه کار لپاره یې څومره پیسې ورکولې، خو دومره یې وویل چې د دغو خدمتونو بیه له ۵۰۰ ډالرو نېولې تر ۲۰۰۰- ډالرو پورې رسیږی. کله چې موږ دوی ته د کډوالو په تړاو هغه تړون وریاد کړ، چې د تورکیې او اروپایی اتحاد ترمنځ لاسلیک شوی او د هغه له مخې یونان باید کډوال تورکیې ته په رسمی ډول، د ټولو اړینو لاسوندونو په ډکولو سره ورولېږی، د ډېری کډوالو غبرګون یو خېل وو: «دغه تړون موږ ته هیڅ نه راکوی. د یونان پولیس هرځل موږ په وړاندې زور کاروی، وهی مو، ډېر سپک چلند راسره کوی، او وروسته مو بېرته تورکیې ته راشړی».

«زما مېرمن یې په دې ونېوله چې قاچایانو جعلی ویزه ورته جوړه کړې وه»

د کابل یوه اوسیدونکی ۲۴ کلن عبدالله له موږ سره په مرکه کې خپله کېسه داسې وکړه: «زه په المان کې په پوهنتون کې زده کړې کوم. زه د محصلۍ ویزه لرم. زما مېرمن په تورکیه کې وه. موږ غوښتل، چې دې ته هم ویزه واخلو، چې المان ته پرې راشی. کله چې موږ ته په لومړۍ هڅه کې د ویزې له راکولو ډډه وشوه، «منځګړو» موږ پیدا کړو او راته ویې ویل، چې د ویزې په اخېستلو کې مرسته راسره کولای شی. موږ له دغو منځګړو سره ولېدل، ښې پیسې مو هم ورکړې. مېرمن مې د ویزې د اخېستلو لپاره د مرکې کولو لپاره ورغله. تر مرکې وروسته یې د شینګن ویزه ترلاسه کړه. دوه ورځې وروسته زه ستامبول ته راغلم، چې خپله مېرمن له ځان سره یوځای المان ته راولم. موږ د ستامبول په هوایی ډګر کې د پاسپورټ له کنټرول څخه یوځای تېرېدو. خو پولیسو هملته زما مېرمن ونېوله. څرګنده شوه، چې هرڅه جعلی وو. د مرکې کول هم جعلی وو او ویزه هم. په دغه کار کې زموږ ګناه نشته. موږ د جعلی ویزې جوړول نه غوښتل. خو په نتېجه کې زما مېرمن اوس په بندیخانه کې ده. او له ما نه بیخی لاره ورکه ده، چې اوس څه وکړم».

د تورکیې او اروپایی اتحاد ترمنځ د کډوالو په تړاو د لاسلیک شوی تړون له مخې یونان هغه کډوال بېرته تورکیې ته لېږی، چې له تورکیې نه په ناقانونی ډول د یونان خاورې ته ورغلی وی. خو د کډوالو کېسې د دې ویندوی دی، چې یونان دغه کډوال بې له هر ډول رسمی لاسوندونو تورکیې ته بېرته ورلېږی.

«د یونان پولیس کډوال له پولې اړوی او د تورکیې په خاوره کې یې پریږدی»

موږ د تورکیې اِدیرنه ولایت لاړو. دا هغه سیمه ده، چې د کډوالو اساسی برخه د وچې له لارې یونان ته د تللو هڅه له همدغه ځایه کوی. هغه کډوال، چې په اِدیرنه ولایت کې له مېریچ سیند نه، چې د تورکیې او یونان ترمنځ پوله ده، پورې شی، په اتوماتیک ډول د یونان په خاوره کې واقع کیږی. لکه چې څرګنده ده پر پوله د یونان له پلوه د اغزنو مزو جال درول شوی. کډوال په هغو ځایونو کې د تېرېدا هڅه کوی، چې هلته د اغزنو مزو دغه جال نشته. او یا له هغه نه د ټوپ اچول اسان وی. موږ د اِدیرنه ولایت د دویران او اِلچیلی کلیو ته لاړو. دا هغه کلی دی، چې پخوا به ډېری کډوال هملته ورتلل. د سیمې هغو اوسیدونکو، چې موږ د دویران کلی په کافۍ کې مرکې ورسره وکړې، موږ ته وویل، چې په دې وروستیو وختونو کې یې دلته کډوال نه دی لېدلی. ژاندارمې د جولای د ۱۵-مې د کودتا تر هڅې وروسته د پولې په اوږدو څارنه او کنټرول زیات کړی. د دویران کلی کلیمشر علی کارت راته وویل: «په وروستیو ۲-۳ میاشتو کې مو دلته کډوال نه دی لېدلی، پخوا بیخی ډېر وو. اوس دلته د کډوالو د راتګ بهیر ډېر کم شوی او دغه چارې تر کلکې څارنې لاندې دی». کلیمشر علی کارت زیاتوی، چې کلیوالو او ده په خپله هم په خپلو سترګو لېدلی، چې د یونان پولیسو به نېولی کډوال یا له پولې را اړول او د تورکیې په خاوره کې به یې پرېښودل او یا به یې د مېریچ سند په منځ کې په ټاپو کې پرېښودل.

«که تړون چلیږی، نو ولې یونان د هغه توکی نه عملی کوی»

د دویران له کلی وروسته موږ د اِلچیلی کلی ته لاړو. د دغه کلی کلیمشر محمد حمدی اکسوی د تورکیې او اروپایی اتحاد ترمنځ پر لاسلیک شوی تړون د غږېدا په ترڅ کې وویل: «چې تړون وی، نو د یونان لوری یې ولې نه عملی کوی؟ موږ څو ځله په خپلو سترګو لېدلی، چې د یونان پولیس نېولی کډوال تر وهلو وروسته اوبو ته غورځوی. د دوی لپاره تړون نشته. زموږ کلیوالو ډېر ځله د دغو کډوالو مرستې ته وردانګلی دی او هغوی یې له مرګه ژغورلی دی. وچ او تاوده کالی یې ورته راړوی او د ماشومانو لپاره یې شیدې ورکړی دی. زما خو په دغو خلکو زړه ډېر خوږیږی. ایا له دوی سره د یونانی پولیسو دغه دول چلند انسانی چند دی؟».

کلیمشر اکسوی پر دې باندې د غږېدو په ترڅ کې، چې په دې وروستیو وختونو کې په غه ځای کې له تورکیې نه یونان ته د کډوالو د ورتګ هڅې لږې شوی، وویل: «ډېر وخت کیږی، چې موږ داسې څوک نه دی لېدلی، چې له دغه ځایه د یونان خاورې ته د ورتګ هڅه وکړی. خو هغه وګړی مو ډېر لېدلی دی، چې یونان دغې خوا ته، د تورکیې خاورې ته راشړلی دی».

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=17601

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *