په ترکیه کې له خلیلزاد سره د دوستم لیدنه

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105824

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید لومړی په نظام دننه باور جوړونه وشی او ملی اجماع رامنځته شی.
د جنرال دوستم دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې ښاغلی دوستم چې اوس مهال په ترکیه کې دی، تېرماښام له خلیلزاد سره وکتل.
دوستم په دې کتنه کې له طالبانو سره د سولې خبرواترو د ترسره کېدو او د جګړې پای او دغه راز په افغانستان کې د تیکاو د رامنځته کولو په برخه کې د خلیلزاد او دده مل پلاوی له هڅو مننه کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105824

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *