په تخار کې د ۲۴ په نوم د عملیاتو هدف د منځنۍ اسیا د جنګیالیو ځپل دی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104417

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکی وایی، د تخار د ماورای کوکچه په ولسوالیو کې د طوفان ۲۴ په نوم د روانو عملیاتو یو له اصلی اهدافو د منځنۍ اسیا د جګړه‌مارو ځپل دی.

د دغې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی تېر ماښام ازادی راډیو ته وویل چې دغه وسله وال په بېلابېلو ولسوالیو لکه خواجه غار، خواجه بهاوالدین او ینګی قلعه کې حضور لری.

ده وویل:

“د منځنۍ اسیا هېوادونو جګړه مارو د طالب په قالب کې په دغو ولسوالیو کې ترورېستی فعالیتونه ترسره کوی، خلک هم شکایت لری چې په دې ځای کې د چیچن وګړی، اویغوران، د ازبکستان د اسلامی تحریک غړی او د تاجکستان د جمعیت انصار الله ګوند غړی شته، نو په همدې دلیل عملیات پیل شوی دی.”

ښاغلی رضایی زیاته کړه چې د یکشنبې په ورځ د دغو عملیاتو تر پیل وروسته څه باندې لس طالب وسله وال وژل شوی دی.

نوموړی په یادو ولسوالیو کې د بهرنیو جګړه مارو شمېره مشخصه نه کړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104417

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *