په تخار کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ درې غړی وژلی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104472

د تخار ولایت ځایی چارواکی وایی، په دې ولایت کې پر یوه استوګنځای د هاوان د مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوی او ټپیان دی.

د تخار د والی ویاند محمد جواد هجری ازادی راډیو ته وویل چې د پېښې په نتیجه کې یې د یوې کورنۍ درې غړی وژل شوی او اته نور ټپیان شوی دی.

په وروستۍ پېښه کې په دشت قلعه کې د هاوان یوه مرمۍ پر یوه استوګنځای لګېدلې چې پکې د دوو کوچنیانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړی وژل شوی او اته نور یې ټپیان شوی دی.

خو د ولایتی شورا منشی محمد اعظم عظیمی نن ازادی راډیو ته وویل چې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړی وژل شوی او اته نور یې ټپیان شوی او د بلې کورنۍ دوې لوڼې، مور او پلار یې ټپیان شوی دی.

د ښاغلی عظیمی په وینا، د دشت قلعه ولسوالۍ شهر کهنه سیمه د طالبانو او دولتی ځواکونو ترمنځ پرته ده او تر اوسه روښانه نه ده چې دا فیرونه له کومې خوا شوی، خو د تخار د والی ویاند جواد هجری وایی چې د هاوان دا مرمۍ وسله والو طالبانو ویشتلی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104472

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *