په تخار ولایت کې د یوې راډیو دوه کارکوونکی وژل شوی

  • خپرول: ۱۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 103617

په تخار ولایت کی د همصدا په نامه د یوې راډیو دوه کارکوونکی د ناپېژاندو وسله‎والو له لوری وژل شوی دی.

د راډیو دغه دوه کارکوونکی تېره ورځ وروسته له غرمې د رادیو په سټوډیو کې وژل شوی دی.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند، عبدالخلیل اسیر وایی پېژانده وسلوالو لومړی د همصدا راډیو دفتر ته ورغلی او د یادې راډیو پر دوو کارکوونکو یې ډزې کړې دی.

 ښاغلی اسیر زیاتوی چې وسله‎والو کسان له پېښی وروسته په تېښته بریالی شوی.

د پېښې لامل نه دی څرګند.

د سیمې اوسېدونکی وایی دغه پېښه دوالی دفتر په څو سوه مټرۍ کې رامنځته شوې او رامنځته کېدل یې د امنیتی بنسټونو لپاره ننګونه بولی.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا د روان زیږدیز کال د پیل راهیسې دوهمه پېښه چې د خبریالانو پر وړاندې کېږی، په جنوری میاشت کې فراه ولایت کې د «نشاط» په نامه د یوې راډیو کارکوونکی د طالبانو لخوا ووژل شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103617

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *