په تاریخ کې تر ټولو شتمن سړ څوک و؟

  • خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 87314

مانسا موسى

د انځور حقوق
WIKIPEDIA COMMONS

Image caption

خو مانسا موسی دومره سره زر لرل چې له امله یې د تاریخ تر ټولو شتمن سړی پېژندل شوی.‌

کله چې دا پوښتنه پیدا کېږی په نړۍ کې لومړنی “ټرېلیونر” څوک و؟‌ ذهن ته وخت ډېری ځواب له معلوماتی ټکنالوجۍ سره د یوه تړلی کس نامه ځی، ښایی اپل،‌ امازون او یا ګوګل.‌

په تاریخ کې د شتمنو کسانو لقب بې ګېټس، وارین بافیت،‌ جیف بیزوس، سټیو جوبز،‌ کارلوس سلیم او یا نورو د زمانې شتمنو ته نه ورکول کېږی.

د Websit Celebrity Net Worth وېبپاڼې او تاریخی او اقتصادی معلوماتو پربنسټ، په څوارلسمه پېړۍ کې لوېدیځه افریقا کې د مالی امپراتور او مسلمان پاچا مانسا موسی په ټولو پېړیو کې تر ټولو ډېر شتمن سړی ګڼل شوی.

په منځنیو او لرغونو پېړیو کې نورو واکمنانو هم ډېرې شتمنۍ لرلې،‌ خو د شتمنیو اندازه معلومول یې ګران کار دی.‌

سټانفورډ ‌پوهنتون کې د تاریخ څېړونکی ایان موریس د رومی امپراتور اګسټس قیصر شتمنی شاوخوا ۴٫۶ ټرېلیونه امریکایی ډالر اټکل کړې، خو موریس منی چې دا اټکل د شک وړ هم دی.

کاناډا کې یو میلیاردر او مېرمن یې مړه موندل شوی

مشهور میلیاردر د ناقانونه ښکار د جرم په تور نیول شوی

د سعودی میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل

د علی‌بابا شرکت بنسټګر جک ما ‘دنده پرېږدی’‌

خو مانسا موسی دومره سره زر لرل چې له امله یې د تاریخ تر ټولو شتمن سړی پېژندل شوی.‌

په Websit Celebrity Net Worth کې له مانسا موسی وروسته په تاریخ کې دویم شتمن کس روچیلډ او کورنۍ یې ګڼل شوې او درېیم کتار کې بیا امریکایی جان روکفلر دی.‌

مانسا موسی څوک و؟‌

مانسا موسی په ‍۱۲۸۰ اوسنی مالی کې زیږېدلی، اصل‍ی نوم یې موسی کیتا و،‌ په ۱۳۱۲ کال یې د “مالینکی” مملکت واګې ترلاسه کړې او بیا مانسا موسی شو،‌ یعنې پاچا موسی.‌ تر ده مخکې پاچا دویم ابو بکر و،‌ چې واکمنی یې مالی کې د نیجر سیند ‍په اوږدو کې لوېدیځې افریقا ته غځېدلې وه.‌

مانسا موسی پاچا د موریتانیا،‌ سنیګال،‌ ګمبیا،‌ ګینی،‌ بورکینا فاسو، مالی، نیجر، چاډ او نایجریا ځمکې لاندې کړې وې.‌

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

په اوسنی مالی کې ټمبکټو ښار موسی ته ډېر اهمیت درلود؛ ځکه هلته ده خپله شتمنی پر مدرسو،‌ پوهنتونونو، کتابتونونو او جوماتونو جوړولو ولګوله،‌ په تېره بیا د ‘جینجریبر’ مشهور جومات چې لاهم شته.

د مانسا موسی د پاچاهۍ قلمرو کې ډېرې طبعی زېرمې وې،‌ په تېره بیا د سرو زرو ډېر کانونه یې لرل چې هغه مهال په ګرده نړۍ کې د ارزښتناکو معادنو تر ‍تولو لوی تولیدوونکی ګڼل کېده،‌ سربېره پر دې یې د مالګې سوداګری هم منحصره کړې وه.‌

په ۱۳۲۴ موسی د حج په موخه حجار ته سفر وکړ،‌ خو یوازې نه و.‌

په دې ۴ زره میله اوږده سفر کې له هغه سره اوښان، اسان او لسګونه زره پوځیان او غلامان هم مل وو،‌ چې ټول اوښان او اسان په سرو زرو او ورېښمو بار وو.‌

تاریخپوهان وایی، کله چې په مصر تېرېده،‌ دومره ډېرې د سرو زرو ډالۍ یې ووېشلې چې د سرو ارزښت بیخی راولوېد او بیا په مصر کې تر ۱۲ کلونو پورې اقتصادی وضعیت ایله خپل پخوانی حالت ته ستون شو.‌

د انځور حقوق
WIKIPEDIA COMMONS

Image caption

په ۱۳۲۴ موسی د حج په موخه حجار ته سفر وکړ،‌ خو یوازې نه و.‌

په اوسنی مالی کې ټمبکټو ښار موسی ته ډېر اهمیت درلود؛ ځکه هلته ده خپله شتمنی پر مدرسو،‌ پوهنتونونو، کتابتونونو او جوماتونو جوړولو ولګوله،‌ په تېره بیا د ‘جینجریبر’ مشهور جومات چې لاهم شته. هغه په دې پروژو کې له ګڼو مصری او اسپانیایی انجنیرانو ګټه واخیسته.‌

په ۱۳۳۷ کال له ۲۵ کلنې واکمنۍ وروسته مانسا موسی ومړ او زوی یې لومړی ماګان،‌ چې د واکمنۍ پرمهال یې دولت کمزوری شوی و،‌ د چارو واګې واخیستې،‌ ځکه هغه وخت کورنۍ جګړې ډېرې شوې وې چې ۶۰ کاله وروسته یې واکمنی بیخی ختمه شوه.‌

د ویلو ده چې د ابن خلدون،‌ ابن بطوطه او العمری په څېر ګڼو تاریخپوهانو او د سفر مشهورو تاریخ لیکونکو پخپلو کتابونو کې د مانسا موسی نوم راوړی.‌

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87314

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *