په بلوچستان سیمه کې د ګاډو د ټکر له امله ۲۶ تنه ووژل شول

  • خپرول: ۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 101271

د پاکستان له سیند څخه بلوچستان صوبې ته روان بس د کراچۍ- کوټه پر سړک تېره شپه له ټرک سره ټکر شوی چې له امله یې ۲۶ کسان وژل شوی او ۱۰ ټپیان دی.
ځینې رسنیو د وژل شویو شمېر ۲۷ او د ټپیان شمېر ۶ ښودلی دی.
بس د کراچۍ نه پنجګور ته روان و چې د بلوچستان لاسبیلا ولسوالۍ کې د تیلو ټنکر سره ټکر شوی او له امله یې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځایی پولیسو په وینا، بس کې د موټروان او کلینډر په ګډون ټول ټال ۳۶ کسان سپاره وو.
سیمه کې ازاد خبریال عرفان خټک وایی د پېښې په مړو کې ښځې او ماشومان هم دی‎.
سیمه کې امنیتی چارواکی وایی، بس ۳۲ مساپر لېږدول او له کراچۍ پنجګور ته روان چې له مقابل لوری ټرک راغی او ور سره ټکر شو.
د دوی په خبره، له ټکر سره بس کې اور ولګېد او ټول کسان وسوځېدل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101271

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *