په بلخ ولایت کې ناامنۍ د سوداګریزې پانګې کچې د کموالی لامل شوی

  • خپرول: ۱۹ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 115738

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسؤلان وایی چې د مزار شریف-جوزجان او مزار شریف-کابل په لویو لارو کې د ناامنۍ د زیاتوالی له امله د سوداګریزې پانګونې کچه کمه شوې.
په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمی ازادی راډیو ته وویل چې د بلخ ولایت په لویو لارو کې د طالبانو د حضور او د سوداګریزو توکو او نفتی موادو د لېږد په کاروانونو د ناپېژنده وسله‌والو حملې د پانګونې د کچې د کمېدو لامل شوی.
ښاغلی قاسمی وویل چې ډېری له حیرتان او اقینې تجارتی بندرونو څخه وارد شوی توکی د مزار شریف-جوزجان له لویې لارې انتقالېږی چې د ناامنۍ له امله وسله‌والو مخالفینو تر اوسه څو لارۍ سوداګریز توکی تښتولی هم دی.
ښاغلی قاسمی زیاته کړه:
“د بلخ لویې لارې چی مزار شریف له جوزجان او کابل ولایتونو سره نښلوی د ناامنۍ له امله د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره خطرناکې دی او ملی سوداګرو د دا ډول ګواښونو له وجهې له بهرنی هېوادونو څخه د توکو رالېږد کم کړی دی.”
مسؤلان وایی چې طالبان په ناامنه سیمو کې د سوداګریزو توکو له انتقاله باج اخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=115738

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *