په بغلان کې سلو مېرمنو د خوراکی توکو د پروسس چاره زده کړه

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 76152

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یوه درې ورځنی روزنیز پروګرام په جوړولو سره، ۱۰۰مېرمنو ته د خوراکی توکو د پروسس لارې چارې ور وښودلې.

د بغلان ولایت د کرنې رئیس عبدالوهاب خیرزاد وایی چې د خوراکی توکو د پروسس د لارو چارو زده کړه د مېرمنو له اقتصادی ځواکمنتیا سره مرسته کوی.

ګډونوالو مېرمنو د داشان پروګرامونو له جوړولو د هرکلی ترڅنګ د مېرمنو د اقتصادی پیاوړتیا په پار، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لا زیاتو مرستو او همکاریو غوښتونه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76152

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *