په بغلان کې د طالب ترهګرو له لورې د ملې اردو د دوه قرارګاوو سقوط

  • خپرول: ۱۷ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 82034

۱۹ تیره ثانیه

د بغلان سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې نن د شنبې په ورځ ( وږی ۱۷) په مرکزی بغلان کې د طالبانو د ترهګرې ډلې په لاس د هېواد د دفاعی ځواکونو ۲ قرار ګاوې سقوط شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بغلان د ولایتی شورا غړی محبوب الله غفاری ددې خبر په تاییدولو سره وویل: چې وسلوالو طالبانو د مرکزې بغلان د منګلو او کهنه قلعه په سیمو کې د ملې پولیسو پر قرار ګاوو باندې ډله ایز بریدونه ترسره کړل او د منګلو په سیمه کې یې د ملې اردو د دوه قرارګاوو کنټرول په خپل لاس کې واخیست.

د بغلان د ولایتی شورا ددې غړې د وینا پر اساس طالب ترهګرو د شپې د ۲ بجو په شاوخوا کې خپل بریدونه پیل کړل او د پولیسو او ملې اردو د سرتیرو سره په جګړه کې ښکېل شول.

ویل کیږی چې د طالبانو سره د مقابلې څخه وروسته سرتیرو شاتګ کړی دی چې په پایله کې د منګلو په سیمه کې د ملې اردو ۲ قرارګاوې سقوط کړی شوی دی.

نوموړی څرګنده کړه چې کومکی ځواکونه سیمې ته لیږدول شوی دی او نښتې تر اوسه پورې دوام لری ،ددې نښتو په جریان کې ۱ پولیس سرتیری وژل شوی او د ملې اردو،ملې پولیسو،او قطعه خاص ځواکونو ۱۵ تنه سرتیری ټپیان شوی دی.

 

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82034

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




65 − = 59