په بغلان ولایت کې ۱۰ تنه سرتېری وژل شوی

  • خپرول: ۱۶ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 103590

بغلان کې یوه امنیتی سرچینه د نوم نه ښودلو سره وایی د دې ولایت په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې ۱۰ پولیس سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاده سرچینه وایی پېښه تېره شپه(دوشنبې د سلواغې په ۱۵مه نېټه) د مرکزی بغلان په حسن تال کلی کې شوې او په ترڅ کې یې پنځه تنه نور ټپیان دی.

د سرچینې په وینا په وژل شویو سرتېرو کې د سیمه‎ییزو پولیسو یو قومندان هم شامل دی.

په همدې حال کې د بغلان امنیه قومندانۍ د پولیسو پر پوستو برید تاییدوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایی.

طالبانو د برید مسوولیت منلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103590

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *