په بدخشان ولایت کې ۱۹ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 70156

د هېواد په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویلی چې په یاد ولایت کې پر څو امنیتی پوستو باندې د طالبانو د ډله ایزو بریدونو په پایله کې ۸ سرتېری وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی، نن دوشنبه رسنیو ته ویلی چې دغه بریدونه تېره شپه د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
ښاغلی رضایی وایی، دغه نښته ۵ ساعت مودې لپاره دوام لرله او د دوه تاجکستانی اتباعو په ګډون ۲۵ ترهګر وژل شوی دی. دده په وینا، په دغو نښتو کې ۲۸ ترهګر ټپیان شوی چې ۷ تنه یې د تاجکستان اتباع دی. دی وایی مرسته کوونکی ځواکونه زیباک ولسوالۍ ته رسېدلی او حالت د امنیتی ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
د یاد قول اردو ویاند ویلی چې په دغو نښتو کې د ترهګریزو ډلو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتی ځواکونو واک ته ورغلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70156

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *