
په بامیان ولایت کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوه
- خپرول: ۷ میزان ۱۳۹۷
- نوملړ: ورزش
- د خبر شميره: 86756
د نجونو او هلکانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ لومړنۍ پړاو تېره ورځ (جمعه) په جلاجلا توګه د بامیان ولایت په مرکز د کوه بابا غره په لمنو کې ترسره شوه.
دا سیالۍ د بایسکل ځغلونې د دودولو په موخه ترسره شوی او پکې څه باندې ۵۰ ورزشکارو نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه.
مهدی محمدی له صلصال کلپ څخه، نوروز د عقاب له کلپ او فایق د اطلاعاتو او فرهنګ د بایسکل ځغلونې له ډلې څخه د لومړی څخه تر درېم مقامونه خپل کړی دی.
طاهره شایګان، صدیقه صدیقی او نجیلا سخی زاده د نجونو په برخه کې په ترتیب سره د لومړی څخه تر درېمه پورې مقامونه خپل کړل.
په بامیان ولایت کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ د اتصالاتو مخابراتی شرکت او د بامیان د ورزشی فدراسیون په مرسته ترسره شوې ده.
نظرات(۰ دیدگاه)