په بادغیس او ارزګان کې د افغان ځانګړو ځواکونو د هوایی او ځمکنیو حملو پرمهال ۲۳ طالب جنګیالی وژل شوی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 104463

د
افغانستان نظامی چارواکی وایی، په بادغیس او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو د سرې
قطعې د جنګیالیو په ګډون ۲۳ طالب وسله وال یې وژلی او ۱۷ نور یې ټپیان کړی دی.

خامه
پریس خبری اژانس ته د را لیږل شوې خبر پاڼې په حواله افغان ځانګړو ځواکونو په
بادغیس ولایت کې د عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.

خبر
پاڼه وایی د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د بادغیس په ولایت کې ۱۰ طالب جنګیالی
وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان شوی دی .

د
دغې خبر پاڼې له مخې افغان ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت په ترینګوټ کې د طالبانو
د سرې قطعې د یوه غړی په ګډون ۱۳ نور طالب وسله وال د هوایی بریدونو په پایله کې
وژلی دی.

خبر
پاڼه زیاتوی سره له دې چې په دغو ولایت کې طالب جنګیالی شتون لری خو د ګډو ځواکونو
د عملیاتو په پایله کې یې په دې ولایت کې شمېر په کافی توګه کم شوی دی.

د
دې اونۍ په اوږدو کې د ارزګان ولایت په بیلابیلو سیمو ۲۰ طالب وسله وال له منځه
وړل شوی دی.

وسله
والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104463

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *