په انقره کښې د اماراتو سفیر ترکیه د دغه هېواد د سفارتخانې په تړلو وګواښله

  • خپرول: ۲۷ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: iuvmpress
  • د خبر شميره: 37188

د دغه سند مطابق په ترکیې کښې د اماراتو سفیر خلیفه شاهین المرر د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ته په یو خط کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو دلائل په لاندې ترتیب سره په پینځو موردو کښې بیان کړی دی:
۱- د قطر د بحران په وړاندې د دریځونو او سیاستونو اختلاف.
۲- د ترکیې د چارواکو لخوا د دغه هېواد په ناکامه کودتا کښې په لاس لرلو د ابوظبۍ غندل.
۳- له استنبول سره د ابوظبۍ او شارجې ترمېنځ سیاحتی او ټرانزېټی سیالی.
۴- د اردوغان او آکپارټی اخوانی ګروهنه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د بې اعتمادۍ سبب شوې ده.
۵- د ترکیې د چارواکو عثمانیزمی ګروهنه او په عربو هېوادونو باندې د واکمنۍ په هدف سره د عثمانی امپراطورۍ د احیاء لپاره کوشش.


د ویلو ده چې د اماراتو سفیر د دغه تاوتریخوالی حل لاره په ترکیې کښې د اماراتو د سفارت د تړلو په ذریعې سره د دغه هېواد د ګواښلو وړاندیز کړے.

سرچینه

اړوند خبرونه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37188

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *